د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې اصلاحي غونډه ترسره شوه

media_admin
شنبه ۱۴۰۴/۶/۲۹ - ۹:۵۸

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې اصلاحي غونډه د یو تن مُبلغ ښاغلي مولوي ګل الرحمن په وینا او د کارکوونکو په ګډون ددې ادارې په مرکزي تالار کې ترسره شوه.

ښاغلي مولوي ګل الرحمن په دې ښوونیزې غونډه کې د حضرت عمر فاروق «رض» د ژوندانه او اخلاقو په اړه توضیحات وړاندې کړل.

نوموړي وويل ؛ که څه هم حضرت عمر فاروق «رض» د مسلمانانو خلیفه و، خو ساده جامې یې اغوستې، عادي خواړه یې خوړل او د شپې لخوا به يې په ښار کې د خلکو له احوالو څخه ځان خبرولو، مولوی ګل الرحمن همداراز زیاته کړه چې ؛ عمر رضی الله عنه د عدالت په پلي کولو کې هیڅ ډول تبعیض نه کاوه، نو ځکه د فاروق (د حق او باطل جلا کوونکی) په نوم یې شهرت پیدا کړ.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې اصلاحي غونډه هره شنبه د دعوت او ارشاد ریاست له خوا جوړیږي، چې په یادې غونډه کې پر مهمو موضوعاتو بحث کیږي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۴ - ۱۰:۰
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې پلاوي د شفا فارما ملي فابریکې له رئیس سره وکتل

له خصوصي سکتور سره د همکاریو پراختیا د هڅو په دوام کې، د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د څېړنې او نوښت ریاست یوه پلاوي د شفا فارما ملي فابریکې له رئیس، ډاکټر نثار احمد ترکي، سره وکتل او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۳:۲۴
Background image

د ښکلو هنرونو او صنایعو انسټیټیوټ نندارتون پرانیستل شو

د ښکلو هنرونو او صنایعو انسټیټیوټ نندارتون نن په کابل کې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د یو شمېر مسؤلینو په حضور کې پرانیستل شو. دا نندارتون به درې ورځې دوام وکړي، چې پکې د ښکلو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۴:۵۴
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ددې ادارې د بېلابېلو څانګو د رئیسانو او مسؤولانو په ګډون د تخنیکي او مسلکي چارو په معاونیت کې ترسره شوه. د ناستې په پیل کې د اکاډمیک. . .

BACK TO NEWS