د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې اصلاحي غونډه ترسره شوه

media_admin
شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۴ - ۹:۲۴

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې اصلاحي اوونیزه غونډه، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د علماوو ریاست مسؤل شیخ محمد موسی خان غزنوي په وینا او د دې ادارې د کارمندانو په ګډون ترسره شوه.

شیخ محمد موسی خان غزنوي په دې ښوونیز پروګرام کې د اداري چارو په ترسره کولو کې اخلاص‌مندۍ او د کارمندانو سره د شفقت کولو په اړه خبرې وکړې.

نوموړي وویل چې د کارمندانو سره درناوی او شفقت،  د احترام زیاتیدنې او په اداره کې د چارو په سمه توګه ترسره کیدلو لامل ګرځي همداراز دا یې هم زیاته کړه چې د چارو په ترسره کولو کې اخلاص‌مندي د هر مومن د بریالیتوب راز دی.

شیخ محمد غزنوي د دې پروګرام له ګډونوالو، په ځانګړې توګه له رییسانو او آمرینو څخه همداراز وغوښتل چې د کارمندانو سره په خپلو کړنو کې له اخلاقو او شفقت څخه کار واخلي او کارونه یې اهل ته وسپاري.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې اصلاحي غونډه هره اونۍ د شنبه په ورځ ترسره کیږي، چې په یادې غونډه کې په بیلابیلو مذهبي، اخلاقي او ټولنیزو موضوعاتو بحث کیږي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۴ - ۱۰:۰
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې پلاوي د شفا فارما ملي فابریکې له رئیس سره وکتل

له خصوصي سکتور سره د همکاریو پراختیا د هڅو په دوام کې، د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د څېړنې او نوښت ریاست یوه پلاوي د شفا فارما ملي فابریکې له رئیس، ډاکټر نثار احمد ترکي، سره وکتل او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۳:۲۴
Background image

د ښکلو هنرونو او صنایعو انسټیټیوټ نندارتون پرانیستل شو

د ښکلو هنرونو او صنایعو انسټیټیوټ نندارتون نن په کابل کې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د یو شمېر مسؤلینو په حضور کې پرانیستل شو. دا نندارتون به درې ورځې دوام وکړي، چې پکې د ښکلو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۴:۵۴
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ددې ادارې د بېلابېلو څانګو د رئیسانو او مسؤولانو په ګډون د تخنیکي او مسلکي چارو په معاونیت کې ترسره شوه. د ناستې په پیل کې د اکاډمیک. . .

BACK TO NEWS