د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې اصلاحي غونډه ترسره شوه

media_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۴ - ۱۳:۴۱

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې اصلاحي غونډه د یادې ادارې د تحقیق او نوښت رئیس ښاغلي مفتي سید محسن سادات  په وینا او د کارکوونکو په ګډون سره ترسره شوه.

مفتي سید محسن سادات په دې درسي جلسه کې د مجازی پاڼو د رول او په سمه توګه له دې پاڼو څخه د کارونې په اړه خبرې وکړې.

نوموړي وويل چې د مجازي پاڼو کارول د ډېرو ګټو سربېره ډېر زيانونه هم لري. هغه زياته کړه چې د مجازي پاڼو ډېر کارول په انسان کې د استرس، روحي او رواني فشار او د دماغي اختلالاتو لامل هم کېدای شي.

مفتي سادات د دې ښوونیز پروګرام له ګډونوالو څخه وغوښتل چې د خپل وخت په مدیریت او د نورو خصوصي حریم ته په درناوي سره له دې برېښنايي وسایلو څخه په سمه توګه کار واخلي.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې اصلاحي غونډه د پنجشنبې په ورځ ترسره کیږي، چې په یادې غونډه کې په اړینو دیني او عقیدوی موضوعاتو بحث کیږي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۸:۵۱
Background image

زده‌کوونکو ته د مهمو اداري موضوعاتو په اړه عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د لغمان ولایت ادارې او حسابدارۍ انسټیټیوټ زده‌کوونکو د یو علمي سفر په ترڅ کې د یاد ولایت ښاروالۍ ته ولاړل او هلته یې د بېلابېلو اداري موضوعاتو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. لارښود. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۰:۵۹
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې کارکوونکي وستایل شول

نن د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د ارشاد او دعوت ریاست په اصلاحي غونډه کې د دې ادارې یو شمېر کارکوونکي وستایل شول. دا پروګرام د دیني مسایلو ازموینې د پایلو اعلان په موخه جوړ شوی و، چې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۰:۲
Background image

د لغمان ادارې او حسابدارۍ انسټیټیوټ زده‌کوونکو ته د مدیریت بنسټونو په اړه عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د لغمان ولایت د ادارې او حسابدارۍ انسټیټیوټ مدیریت څانګې زده‌کوونکو د مدیریت اصولو او بنسټونو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. زده‌کوونکي د یو علمي سفر په ترڅ کې د لغمان ولایت مستوفیت ته. . .

BACK TO NEWS