د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې او د اوسپنې ویلې کولو فابریکو اتحادیې د همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۱:۲۲

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د څېړنې او نوښت ریاست او د افغانستان د اوسپنې ویلې کولو فابریکو د اتحادیې مسؤلینو په یوه ناسته کې سره ولیدل او نظرونه شریک کړل.

د دې ناستې موخه د دواړو لورو ترمنځ د ګډو همکاریو پیاوړتیا او پراختیا ښودل شوې ده.

د ناستې په ترڅ کې د فارغانو د کارموندنې او استخدام، محصلینو ته د عملي زده‌کړو (کارآموزۍ) د فرصتونو برابرولو او نورو اړوندو موضوعاتو په اړه بحث او خبرې وشوې.

د افغانستان د اوسپنې ویلې کولو فابریکو اتحادیې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې له مسؤلینو سره په لیدنه کې ژمنه وکړه چې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو د مرکزونو د فارغانو لپاره د کاري فرصتونو د برابرولو په برخه کې به هر اړخیزه همکاري کوي.

همدارنګه د افغانستان د اوسپنې ویلې کولو فابریکو اتحادیې ژمنه وکړه چې د تعلیمي نصابونو او مسلکي معیارونو په بیاکتنه، د فارغانو د کارموندنې له سیستم سره د شرکتونو په نښلولو او د محصلینو لپاره د علمي سیرونو د زمینې په برابرولو کې به همکاري وکړي.

په دې ناسته کې پر نورو اړوندو موضوعاتو هم بحث وشو او دواړو لورو د خپلو خبرو او همکاریو پر دوام ټینګار وکړ.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۲:۱۳
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې کارکوونکو ته د روپاني مؤسسې له لوري د کارآفرینۍ پلاټفورم ور وپېژندل شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د څېړنې او نوښت ریاست، د روپاني مؤسسې په همکارۍ، د «کارآفرینۍ پلاټفورم پېژندنې» تر سرلیک لاندې یو روزنیز پروګرام جوړ کړ. په دې پروګرام کې ګډونوالو ته د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۰:۱
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده کړو په اداره کې اصلاحي ناسته تر سره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د دعوت او ارشاد ریاست له لوري یوه اصلاحي او ښوونیزه ناسته د دې ادارې د یو شمېر مسؤولینو او کارکوونکو په ګډون ترسره شوه. په دې ناسته کې محترم مفتي امرالله. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۵:۳۱
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې رئیس د کار نړیوال سازمان او یوناما له پلاوي سره وکتل

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې عمومي رئیس، الحاج مولوي غلام حیدر شهامت، په خپل کاري دفتر کې د کار نړیوال سازمان (ILO) او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) له. . .

BACK TO NEWS