د تخنيکي او مسلکي چارو مرستيال د لغمان له سيمه ييزو مسئولينو سره وکتل

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۷/۲۵ - ۹:۱۷
TVETA

د تخنيکي او مسلکي چارو مرستيال مولوي غلام سعيد احساس لغمان ولايت ته د خپل سفر په ترڅ کې د ولايت له مرستيال والي مولوي عزيزالله حقيار او د علماوو  شورا له رئيس شيخ محمد سليم حقاني سره وکتل.

په دغې ناسته کې د لغمان ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو پر وضعیت خبرې وشوې.

د دغې لیدنې  په پيل کې مولوي غلام سعيد احساس د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د موخو او برنامه په اړه معلومات ورکړل او زياته يې کړه، چې د ۴۰۰ زره ټوکه درسي کتابونو چاپ او وېش او د نوښت په مرکز کې د موټرونو جوړول د دغې ادارې مهمې لاسته راوړنې دي .

له بل پلو د لغمان مرستیال والي د تخنیکي او مسلکي زده کړو ونډه د هېواد د اقتصاد په وده کې مهمه وبلله او ژمنه یې وکړه چې د دې مرکزونو د ملاتړ په برخه کې به هر ډول همکاري کوي.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې  پلاوي د لوګر، نورستان، کنړ، ننګرهار، لغمان په ګډون یو شمېر ولایتونو ته تللی او د تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو د کتنې ترڅنګ یې د یادو ولایتونو له سیمه ییزو چارواکو سره هم لیدنه کړې.

ټاکل شوې چې نومړی پلاوی د هېواد نورو ولایتونو ته هم سفرونه وکړي څو د ولایتونو د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې شته ننګونې حل کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۰ - ۸:۵۰
Background image

د ننګرهار والي مرستیال د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو له مرکزونو لیدنه وکړه

د ننګرهار ولایت د مقام مرستیال مولوي غلام رحمن حیدري د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو له مرکزونو څخه لیدنه وکړه. نوموړي د دې لیدنې پر مهال د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو مرکزونو د زده‌کړو بهیر له. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۹ - ۸:۴۹
Background image

د پکتیا د تخنیکي زده‌کړو آمریت او اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ترمنځ هوکړه‌لیک لاسلیک شو

د پکتیا ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت او اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ترمنځ په یوه ناسته کې د ګډو همکاریو هوکړه‌لیک لاسلیک شو. د یاد هوکړه‌لیک لاسلیک موخه د دواړو ادارو ترمنځ د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۴:۴۰
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د رهبرۍ ناسته ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې رهبرۍ ناسته د محترم الحاج مولوي غلام حیدر شهامت په مشرۍ او د دې ادارې د محترمو مرستیالانو په حضور کې ترسره شوه. د دې ناستې موخه د تخنیکي او مسلکي چارو. . .

BACK TO NEWS