د تخنيکي او مسلکي چارو مرستيال د لغمان له سيمه ييزو مسئولينو سره وکتل
د تخنيکي او مسلکي چارو مرستيال مولوي غلام سعيد احساس لغمان ولايت ته د خپل سفر په ترڅ کې د ولايت له مرستيال والي مولوي عزيزالله حقيار او د علماوو شورا له رئيس شيخ محمد سليم حقاني سره وکتل.
په دغې ناسته کې د لغمان ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو پر وضعیت خبرې وشوې.
د دغې لیدنې په پيل کې مولوي غلام سعيد احساس د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د موخو او برنامه په اړه معلومات ورکړل او زياته يې کړه، چې د ۴۰۰ زره ټوکه درسي کتابونو چاپ او وېش او د نوښت په مرکز کې د موټرونو جوړول د دغې ادارې مهمې لاسته راوړنې دي .
له بل پلو د لغمان مرستیال والي د تخنیکي او مسلکي زده کړو ونډه د هېواد د اقتصاد په وده کې مهمه وبلله او ژمنه یې وکړه چې د دې مرکزونو د ملاتړ په برخه کې به هر ډول همکاري کوي.
د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې پلاوي د لوګر، نورستان، کنړ، ننګرهار، لغمان په ګډون یو شمېر ولایتونو ته تللی او د تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو د کتنې ترڅنګ یې د یادو ولایتونو له سیمه ییزو چارواکو سره هم لیدنه کړې.
ټاکل شوې چې نومړی پلاوی د هېواد نورو ولایتونو ته هم سفرونه وکړي څو د ولایتونو د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې شته ننګونې حل کړي.