د تخنيکي او مسلکي زده کړو ملي ادارې له خوا دوه ساختماني پروژې افتتاح شوې

media_admin
شنبه ۱۴۰۳/۵/۶ - ۱۵:۴۳
TVETA

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ملي ادارې سرپرست الحاج مولوي غلام حيدر شهامت نورستان ولايت ته د خپل سفر په ترڅ کې د نورستان ولايت په وايګل او برګمټال ولسواليو کې د دوو ښوونيزو مرکزونو د بنسټ ډبره کېښوده.

په دې سفر کې د حکومت د رسنیو مرکز رئیس مولوي نعیم الحق حقاني په ګډون یو شمېر نورو مسولینو هم حضور درلود.

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ملي ادارې سرپرست د يادو ښوونيزو مرکزونو د بنسټ ډبرې د ايښودلو په مراسمو کې وويل، چې د وايګل کثیرالرشتوي انسټيټوټ ودانۍ به په څلور جريبه ځمکه او ١٤ درسي ټولګيو کې جوړه شي.

نوموړي همدا راز زياته کړه، چې د برګمټال کرنې مسلکي لېسه به په څلور جريبه ځمکه کې اته درسي ټولګي ولري.

د يادو دوه تدريسي ودانيو ټول لګښت ١٤ ميليونه ٩٠٠ زره افغانۍ دى، چې د ځايي سوداګرو او خلکو له خوا ورکول کېږي.

په دې خپرونه کې مولوي شهامت د نورستان ولایت د خلکو د سرښندنو او قربانیو یادونه وکړه او له حکومت سره یې د خلکو د همکارۍ له امله مننه او قدرداني وکړه.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۰:۱۴
Background image

د څېړنې او نوښت ریاست مسؤولانو د خصوصي پوهنتونونو له اتحادیې سره وکتل

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د څېړنې او نوښت رئیس، مفتي سید احسان‌الله قاسمي، په یوه ناسته کې د افغانستان د خصوصي پوهنتونونو د اتحادیې له عمومي رئیس، محترم احمد جان پوپل، سره وکتل او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۰:۲۷
Background image

د نویو حق‌الزحمه استادانو لپاره د «تدریس اصولو» دوه ورځنی روزنیز سیمینار پیل شو

د ننګرهار ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو مرکزونو د نویو حق‌الزحمه استادانو لپاره د «تدریس اصولو» تر سرلیک لاندې دوه ورځنی روزنیز سیمینار پیل شو. د دغه سیمینار د پرانیستې په مراسمو کې د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۱۳:۵
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې او د خصوصي بانکونو د اتحادیې ګډه ناسته ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې او د افغانستان د خصوصي بانکونو د اتحادیې ګډه ناسته د همکاریو د پراختیا او فارغانو ته د کارآموزۍ او کارموندنې د فرصتونو د برابرولو په موخه ترسره شوه. په. . .

BACK TO NEWS