د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې پلاوي د پکتيا له والي سره وکتل

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۷/۱۲ - ۱۴:۱۹
Paktia

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې اعزامی پلاوي د پکتیا ولایت  له والي الحاج ملا محمد خان داوړ سره وکتل.

 دغه پلاوي د پکتیا ولایت تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو د څارنې په موخه یاد ولایت ته سفر کړې دی.

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې پلاوي د خپلې ارزونې پايلې د پکتيا له والي سره شريکې کړې او په دغه ولايت کې يې د تخنيکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو  وضعیت د ښه والي په موخه د همکارۍ غوښتنه وکړه.

د پکتيا والي د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې پلاوي له څارنې ستاينه وکړه او په دې برخه کې يې د هراړخيزو همکاريو ډاډ ورکړ.

والی پکتیا

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۱:۲۵
Background image

د چک ولسوالۍ انسټیټیوټ او معارف مسؤلینو ترمنځ د همغږۍ ناسته ترسره شوه

د میدان وردګو ولایت د چک ولسوالۍ کثیرالرشتوي انسټیټیوټ آمریت د یادې ولسوالۍ د ښوونځیو له یو شمېر مدیرانو او مسؤلینو سره د همغږۍ ناسته ترسره کړه. دا ناسته په کثیرالرشتوي انسټیټیوټ کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۳:۷
Background image

محصلینو ته د ودانیو د نقشو عملي کولو زده‌کړه ورکړل شوه

د میدان وردګو ولایت جلګې ولسوالۍ د کثیرالرشتوي انسټیټیوټ محصلینو د عملي زده‌کړو په لړ کې د استوګنیزو ودانیو د جوړولو اړوند موضوعاتو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. د ودانیزو ټکنالوژۍ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۵:۳۲
Background image

د لغمان تخنیکي لېسې زده‌کوونکو ته عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د لغمان ولایت مرکز تخنیکي او مسلکي لېسې د برېښنا څانګې زده‌کوونکو په یوه درسي ناسته کې د برېښنا اړوند مهمو موضوعاتو لکه سیم‌غڅونې، د برقي مدارونو تشخیص او ترمیم، او د برېښنا خوندیتوب په. . .

BACK TO NEWS