د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې مشر د کار او ټولنيزو چارو وزارت له معين سره وکتل

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۳/۲۵ - ۱۵:۴۰
 کار او ټولنيزو چارو وزارت له معين سره لیدنه

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې رئيس مولوی غلام حيدر شهامت د کار او ټولنيزو چارو وزارت له معين مولوی مخدوم عبدالسلام سعادت سره وکتل.

په دې ناسته کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې په چوکاټ کې د حرفوي زده کړو پر همغږي خبرې وشوې.

ښاغلي شهامت د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د روزنيزو خدمتونو د وړاندې کولو په ترڅ کې وويل چې د مسلکي کارکوونکو روزنه د دې ادارې له مهمو دندو څخه دی.

هغه زياته کړه، د تخنيکي او مسلکي زده کړو اداره د حرفوي زده کړو د خدمتونو د وړاندې کولو لپاره ښې اسانتياوې او تجهيزات لري.

د کار او ټولنيزو چارو وزارت معين وويل، د ماهر ځواک روزنه د دې وزارت او تخنیکې او مسلکي زده کړو ادارې له ګډو موخو څخه ده او د دواړو ادارو ترمنځ يې پر همکارۍ ټينګار وکړ.

په دې ناسته کې پرېکړه وشوه، چې د دواړو ادارو پلاوي به د حرفوي زده کړو د همغږۍ موضوع وڅېړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۱:۴۳
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې رئیس د روسیې له پلاوي سره ولیدل

نن له غرمې مخکې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې رئیس، الحاج مولوي غلام حیدر شهامت، په خپل کاري دفتر کې د روسیې هېواد د آلتای پیداګوژیک پوهنتون له پلاوي سره لیدنه او خبرې وکړې. په دې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۸:۳۰
Background image

د ننګرهار ولایت اقتصاد ریاست سره د همغږۍ ناسته ترسره شوه

د ننګرهار ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت او د یاد ولایت د اقتصاد ریاست ترمنځ د ګډو همکاریو د پیاوړتیا او د دواړو ادارو ترمنځ د اړیکو د پراختیا په موخه د همغږۍ ناسته ترسره شوه. په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۱:۶
Background image

د لغمان محبس ته علمي کتابونه او مجلې ډالۍ شوې

د لغمان ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت د خپلو اړوندو ښوونیزو مرکزونو له لارې د بېلابېلو موضوعاتو په اړه ۴۴ ټوکه کتابونه او ۳۵ ټوکه علمي مجلې د لغمان ولایت د محبس آمریت ته ډالۍ. . .

BACK TO NEWS