د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې مشر د برک موسسې له استازو سره وکتل

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۳/۱۷ - ۱۸:۲۰
برک موسسې له استازو سره لیدنه

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې رئيس مولوی غلام حيدر شهامت د خپل کار په دفتر کې د برک موسسې له استازو سره وکتل.

د دواړو خواوو ترمنځ همکاري د لیدنې تمرکز وو.

 د برک موسسې استازو وویل چې د یوې پروژې په چوکاټ کې  د کرنې او خیاطۍ په برخه کې د هیواد په یو شمیر ولایتونو، کلیو او بانډو کې د زده کړې او د کار زمینه برابره کړي.

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې رئيس وويل، چې د دې ادارې روزنيز خدمتونه د ماهرو ځواک په روزلو او د بې وزلۍ په له منځه وړلو تمرکز کوي.

ښاغلي شهامت ټینګار وکړ چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د خلکو د خدمت او د بهرنیو مرستو د اغیزمنتیا په موخه هر ډول همکارۍ ته چمتو دی.

دتخنيکي اومسلکي زده کړو ادارې سلاکار  روح الله هوتک چې په دې غونډه کې يې شتون درلود ددغه ادارې ښوونيزو مرکزونو په باب هراړخيز معلومات وړاندې کړل.

 ښاغلي هوتک وویل، د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې په ځانګړي ډول د کرنې او خیاطۍ څانګې روزنیز مرکزونه ښه تجهیزات او اسانتیاوې لري.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۱:۴۳
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې رئیس د روسیې له پلاوي سره ولیدل

نن له غرمې مخکې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې رئیس، الحاج مولوي غلام حیدر شهامت، په خپل کاري دفتر کې د روسیې هېواد د آلتای پیداګوژیک پوهنتون له پلاوي سره لیدنه او خبرې وکړې. په دې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۸:۳۰
Background image

د ننګرهار ولایت اقتصاد ریاست سره د همغږۍ ناسته ترسره شوه

د ننګرهار ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت او د یاد ولایت د اقتصاد ریاست ترمنځ د ګډو همکاریو د پیاوړتیا او د دواړو ادارو ترمنځ د اړیکو د پراختیا په موخه د همغږۍ ناسته ترسره شوه. په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۱:۶
Background image

د لغمان محبس ته علمي کتابونه او مجلې ډالۍ شوې

د لغمان ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت د خپلو اړوندو ښوونیزو مرکزونو له لارې د بېلابېلو موضوعاتو په اړه ۴۴ ټوکه کتابونه او ۳۵ ټوکه علمي مجلې د لغمان ولایت د محبس آمریت ته ډالۍ. . .

BACK TO NEWS