د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست د کورنیو چارو وزارت د مقام له دفتر رئیس سره وکتل
د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست مولوي غلام حيدر شهامت د کورنيو چارو وزارت د مقام دفتر رئیس مولوي زين الله عابد سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.
په دې کتنه کې په یاده اداره کې په وروستیو لاسته راوړنو له جملې څخه د موټر او پوځي تجهيزاتو پر جوړولو خبرې وشوې.
د کورنیو چارو وزارت د مقام دفتر رئیس د تخنیکي او مسلکي زده کړو له ادارې سره د یاد وزارت د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ.