د افغانستان د نندارتون په مرکز کې د اووم تحصیلی نندارتون ترسره کول

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۱/۱۰ - ۱۰:۳۶
tveta33

د تحصیلي مؤسسو اووم نندارتون د افغانستان د نندارتون په مرکز کې د ۴ ورځو لپاره دایر شو. د دې نندارتون د جوړولو موخه د تحصیلی مرکزونو د محصلینو له لاسی صنایعو سره د زده کوونکو او محصلینو آشنا کیدل او دی مرکزونو ته د هغوی پام را اړول او جذبول ذکر شوی دی.

د تخنیکی او مسلکی زده کړو اداره ددی نندارتون جوړلو کی یو له همکارو ادارو څخه ده، چی د تخنیکی او مسلکی زده کړو د ښوونځیو او انسټیټونو د زده کوونکو لاسی صنایع هم پدی نندارتون کی ننداری ته وړاندی کړل. چی د تخنیکی او مسلکی زده کړو د زده کوونکو او محصلینو لاسی صنایعو او نوښتونو ننداری ته وړاندی کولو موخه، په تخنیکی او مسلکی زده کړو کی  د عمومی څانګی لپاره د لوی شمیر زده کوونکو جذبول او لاسي صنایعو او زده کونکو ته بازارموندنه ده.

ددی برنامی ویناوالو هم د زده کوونکو لاسی صنایع د اهمیت وړ وبلل، او ټینګار یې وکړ چې د ورته برنامو ترسره کولو اصلي موخه له فراغت وروسته د زده کوونکو د بیکاري اندیښنو ته رسیدنه ده.

 له همدې امله د لاسي صنایعو قوي کول، د تعلیمي مرکزونو محصولاتو لپاره بازار موندنه او د کار پر اساس روزنې لپاره هلې ځلې کولی شي په افغانستان کې د دوامداره ودې او پرمختګ لپاره لاره هواره کړي.

دا نندارتون به د ۱۴۰۰ کال د ورې میاشتی له ۸ تر ۱۱ پوری دوام وکړی، لیدونکي کولی شي لدی نندارتون څخه لیدنه وکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۱:۴۳
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې رئیس د روسیې له پلاوي سره ولیدل

نن له غرمې مخکې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې رئیس، الحاج مولوي غلام حیدر شهامت، په خپل کاري دفتر کې د روسیې هېواد د آلتای پیداګوژیک پوهنتون له پلاوي سره لیدنه او خبرې وکړې. په دې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۸:۳۰
Background image

د ننګرهار ولایت اقتصاد ریاست سره د همغږۍ ناسته ترسره شوه

د ننګرهار ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت او د یاد ولایت د اقتصاد ریاست ترمنځ د ګډو همکاریو د پیاوړتیا او د دواړو ادارو ترمنځ د اړیکو د پراختیا په موخه د همغږۍ ناسته ترسره شوه. په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۱:۶
Background image

د لغمان محبس ته علمي کتابونه او مجلې ډالۍ شوې

د لغمان ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت د خپلو اړوندو ښوونیزو مرکزونو له لارې د بېلابېلو موضوعاتو په اړه ۴۴ ټوکه کتابونه او ۳۵ ټوکه علمي مجلې د لغمان ولایت د محبس آمریت ته ډالۍ. . .

BACK TO NEWS