د اطلاعاتو او عامه اړیکو آمریت غونډه ترسره شوه
د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د مقام دفتر ریاست اطلاعاتو او عامه اړیکو آمریت غونډه ترسره شوه.
په دغه غونډه کې د امريت د کارکوونکو او تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د مقام دفتر رئيس او د بشري سرچینو رئیس مولانا خالد يعقوبي هم حضور درلود.
په دغه ناسته کې د اطلاعاتو او عامه اړيکو په مطبوعاتي او نشراتي برنامو خبرې وشوې.
بشري سرچینو رئیس د تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو د استاداني بستونو د اعلان رسنیز پوښښ په برخه کې د اطلاعاتو او عامه اړیکو آمریت د همکارۍ غوښتنه وکړه.