دپغمان ولسوالۍ تجارت عالي لېسې او د کرنې انسټیټوټ ستونزې وڅېړل شوی!

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۳/۱۶ - ۱۴:۳۵
 لیسه مسلکی پغمان

 د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې رئیس مولوي غلام حیدر شهامت د کابل په پغمان ولسوالۍ کې د تجارت مسلکي لېسې او د کرنې له انسټیټوټ څخه لیدنه وکړه.

د دې لیدنې موخه د دغو دوو ښوونیزو مرکزونو د ستونزو څېړل وو.

 د پغمان د تجارت مسلکې لېسې مشر ضياء الحق ضيا د اوبو او برېښنا نشتوالى، د شنو ځايونو نشتوالى او د درسي موادو کمښت د دې لېسې له عمده ستونزو څخه ياد کړ.

د پغمان د کرنې انسټيټوټ امر محمد طالب هم د دغه انسټیټوټ لپاره د کرنيز فارم د جوړېدو غوښتنه وکړه.

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې مشر د يادو ستونزو د حل ژمنه وکړه او ويې ويل، چې په نږدې راتلونکي کې به د کتابونو د وېش لړۍ پيل او د درسی موادو کمښت ستونزه به هواره شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۱:۴۳
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې رئیس د روسیې له پلاوي سره ولیدل

نن له غرمې مخکې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې رئیس، الحاج مولوي غلام حیدر شهامت، په خپل کاري دفتر کې د روسیې هېواد د آلتای پیداګوژیک پوهنتون له پلاوي سره لیدنه او خبرې وکړې. په دې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۸:۳۰
Background image

د ننګرهار ولایت اقتصاد ریاست سره د همغږۍ ناسته ترسره شوه

د ننګرهار ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت او د یاد ولایت د اقتصاد ریاست ترمنځ د ګډو همکاریو د پیاوړتیا او د دواړو ادارو ترمنځ د اړیکو د پراختیا په موخه د همغږۍ ناسته ترسره شوه. په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۱:۶
Background image

د لغمان محبس ته علمي کتابونه او مجلې ډالۍ شوې

د لغمان ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت د خپلو اړوندو ښوونیزو مرکزونو له لارې د بېلابېلو موضوعاتو په اړه ۴۴ ټوکه کتابونه او ۳۵ ټوکه علمي مجلې د لغمان ولایت د محبس آمریت ته ډالۍ. . .

BACK TO NEWS