تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست د کمپيوټر ټکنالوژۍ انسټیټوټ (CTI) څخه ليدنه وکړه

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۵/۳۱ - ۱۴:۳۸
Technology

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست مولوي غلام حيدر شهامت د کمپيوټر تکنالوژۍ انسټیټوټ (CTI) له درسي ټولګيو (آنلاين او حضوری) او اداري څانګو څخه ليدنه وکړه.

 ښاغلي شهامت د دغه انسټیټوټ د زده کړیالانو او استادانو ستونزې او وړاندیزونه واورېدل. دوی د درسي موادو نشتوالی او د ښار له مرکز څخه واټن د دوی لویې ننګونې وبللې.

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست ژمنه وکړه، چې د دغه انسټیټوټ ستونزو ته به پاملرنه وکړي.

ښاغلي شهامت زده کړیالانو ته په خطاب کې وویل:«نننۍ نړۍ د سیالۍ نړۍ ده او تاسو باید د علم او نوي ​​ټکنالوژۍ په زده کړه کې لا زیاته هڅه وکړئ.»

 په دې انسټيټيوټ کې ښځينه زده کړیالان په انلاين او نارينه زده کړیالان په حضوری  بڼه روزل کېږي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۱:۴۳
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې رئیس د روسیې له پلاوي سره ولیدل

نن له غرمې مخکې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې رئیس، الحاج مولوي غلام حیدر شهامت، په خپل کاري دفتر کې د روسیې هېواد د آلتای پیداګوژیک پوهنتون له پلاوي سره لیدنه او خبرې وکړې. په دې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۸:۳۰
Background image

د ننګرهار ولایت اقتصاد ریاست سره د همغږۍ ناسته ترسره شوه

د ننګرهار ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت او د یاد ولایت د اقتصاد ریاست ترمنځ د ګډو همکاریو د پیاوړتیا او د دواړو ادارو ترمنځ د اړیکو د پراختیا په موخه د همغږۍ ناسته ترسره شوه. په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۱:۶
Background image

د لغمان محبس ته علمي کتابونه او مجلې ډالۍ شوې

د لغمان ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت د خپلو اړوندو ښوونیزو مرکزونو له لارې د بېلابېلو موضوعاتو په اړه ۴۴ ټوکه کتابونه او ۳۵ ټوکه علمي مجلې د لغمان ولایت د محبس آمریت ته ډالۍ. . .

BACK TO NEWS