بغلان د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت مسؤلینو د دهنه غوري ولسوالۍ له سیمه ییزو چارواکو سره وکتل
د بغلان ولايت د تخنيکي او مسلکي زده کړو آمریت مسؤلینو د تخنيکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو په اړوند د عامه پوهاوي د زياتوالي په موخه دهنه غوري ولسوالۍ له سيمه ييزو چارواکو او او قومي محورو سره خبري اترې وکړي.
په دې ناسته کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو پر اهمیت خبرې وشوې.
د دهنه غوري ولسوال تخنيکي او مسلکي زده کړې د هېواد د ودې لپاره مهمې وبللې او ژمنه يې وکړه، چې په يادو مرکزونو کې به د زده کوونکو د جذب په زياتولو کې همکاري وکړي.