ښاغلي مولوي غلام سعید احساس د هلمند ولایت د تخنیکي و مسلکي زده کړو مرکزونو له مسوولینو سره ناسته ترسره کړه

media_admin
شنبه ۱۴۰۳/۸/۵ - ۱۴:۹
TVETA

د تخنیکي او مسلکي چارو مرستیال مولوي غلام سعید احساس په مشرۍ د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې څخه یوه پلاوي هلمند ولایت ته د سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو له مسوولینو او کارکوونکو سره ناسته ترسره کړه.

په دې ناسته کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو پر ستونزو او د اړتیاوو د حل پر څرنګوالي خبرې وشوې.

په دې کتنه کې مولوي احساس وویل، مسؤولیت امانت دی او دغه امانت باید په سمه توګه ترسره او په صداقت سره وساتل شي نوموړي همدارنګه د مجاهدینو په زده کړییز بهیر کې د شفافیت پر پلي کیدو ټینګار وکړ او له مسؤولینو څخه یېوغوښتل ترڅو په خپلو مسولیتونو پابندي خپل کړي.

ښاغلي مولوي احساس دغه راز د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو د مسؤلینو د وړاندیزونو او ستونزو د حل د ژمنې ترڅنګ د ځینو مسایلو په اړه هغوی ته لازمې هدایات هم ورکړل.

همدارنګه یاد پلاوي دغونډې ګډونوالو ته د چارو د ښه والي او آسانتیا په موخه نوموړو ته سیمینار هم وړاندې کړ.

په ورته وخت کې محترم مولوي غلام سعید احساس د هلمند ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو یو شمیر مسوولین چې د نخنیکي او مسلکي چارو په برخه کې یې ارزښتناک فعالیتونه ترسره کړي و، د ستاینلیکونو او نقدي ډالیو په ورکولو سره وستایل.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۵ - ۱۰:۲۲
Background image

چگونگی تهیه و استفاده ادویه نباتی در انستیتوت کثیرالرشتوی قرغیو

یک تن از استادان انستیتوت کثیرالرشتوی ولسولای قرغیو ولایت لغمان بخاطر جلوگیری از آفات نباتی، ادویه نباتی تهیه و چگونگی استفاده آن را برای دانش‌آموزان توضیح داد. در همین حال ایشان درباره. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۶ - ۱۱:۲۹
Background image

برگزاری سیمینار آموزشی ازسوی ریاست تحقیق و نوآوری

ریاست تحقیق و نوآوری اداره تعلیمات تخنیکی و مسلکی برای کارمندان بست‌های اکادمیک این اداره سیمینار آموزشی برگزار نمود. در این برنامه حدود 60 کارمند اشتراک داشتند که برای یک روز درباره. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۹:۴۰
Background image

امضای تفاهم‌نامه همکاری آمریت تخنیکی و ریاست حوزه دریایی لغمان

آمریت تعلیمات تخنیکی و مسلکی در نشستی با مسئولان ریاست حوزه فرعی دریایی ولایت لغمان تفاهم‌نامه همکاری امضاء کرد. بر بنیاد این تفاهم‌نامه زمینه آموزش‌های عملی برای دانش‌آموزان مراکز. . .

BACK TO NEWS