د میخانیکي انسټیټوت پېژندنه

د کابل ښار میخانیکي انسټيټوټ په ۱۳۱۶ هجري لمريز کال کې تاسیس شوی دی چې د ترکاڼۍ، فلزکاري، برښنا، موټرو ترمیم، اوبو رسول او مرکز ګرمي، ماشین، او الکترونیک عمومي څانګې په څانګو کې له (۱۰) څخه تر (۱۴) ټولکي پورې (لیسې او انسټیټوټ دوره) کې زده کوونکي او زده کړیالان په تخنیکي او مسلکي بڼه روزي.

لومړني معلومات:

د کابل ښار میخانیکي انسټيټوټ ودانۍ چې (۵۶) درسي او ادارې خونې لري. چې برښنا، اوبه او همدارنګه شنه ساحه یې له مهمو برخو څخه ګڼل کيږي.

جوړښت اړوند معلومات:

د کابل ښار میخانیکي انسټيټوټ په ټوله کې (۱۴۵) کارکوونکي لري چې (۱۱۰) تنه استادان، (۱۲) تنه ادارې کارکوونکي او (۲۳) تنه خدماتي کارکوونکي دي.

جنسیت له مخې استادانو تفکیک:

د کابل ښار میخانیکي انسټيټوټ کې (۱۱۰) تنه استادان لري چې له دې جملې (۹۱) تنه نارینه استادان او (۱۹) تنه ښځينه استادانې دي.

تحصیلي څانګې:

دا انسټيټوټ (۸) څانګې (ترکاڼۍ، فلزکاري، برښنا، موټرو ترمیم، اوبو رسول او مرکز ګرمي، ماشین او الکترونیک عمومي څانګې) لري چې (۱۲۰۰) زده کوونکۍ او زده کړیالان په یاد څانګو کې په تخنیکي او مسلکي زده کړو بوخت دي.

تجهیزات:

د کابل ښار میخانیکي انسټيټوټ د زده کوونکو او زده کړیالانو د عملي زده کړو لپاره هر ډيپارټمنټ جلا جلا کمپيوټر لب او همدارنګه د برښنا، الکترونیک، موټرو ترمیم، ماشین الات، فلزکاري، حلبی سازي، اهنګري، ترکاڼۍ، اوبو رسولو او مرکز ګرمی په برخو کې (۱۳) بابه مجهز ورکشاپونه لري.

بدل اعاشه:

د کابل ښار میخانیکي انسټيټوټ کې (۱۲۰۰) تنه زده کوونکي او زده کړیالان په زده کړو بوخت دي چې له دې جملې څخه (۶) تنه د بدل اعاشې او (۱) تن په لیلیه کې اوسیږي.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو خپلواکه اداره ژمنه دی چې د خپلو مسلکي زده کړو له لارې د هېواد تنکیو ځوانانو ته په بازار کې د کار زمینه برابره کړي.

دغه اداره د انسانې ځواک پراختیا او د هېواد اقتصادې ودې په برخه کې هم کار کوي.