د تخنیکي او مسلکي زده کړو ملي ادارې د سرپرست او د لوړو زده کړو د وزیر ترمنځ دوه اړخیزه ناسته تر سره شوه

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۴/۱۹ - ۱۴:۴۶
TVETA

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ملي ادارې سرپرست الحاج مولوي غلام حیدر شهامت د هیواد د لوړو زده کړو له وزیر محترم شیخ ندا محمد ندیم سره دوه اړخیزه ناسته ترسره کړه.

د دې غونډې محور؛ د دواړو بنسټونو ترمنځ د ګډو همکاریو او د تجربیاتو تبادله ویل شوې ده.

په همدې حال کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست د یادې ادارې د پروګرامونو په اړه توضیحات ورکړل او دواړو لورو په بېلابېلو نورو موضوعاتو او د ګډو همکاریو پر څرنګوالي خبرې وکړې.

په دې کتنه کې د تفاهم‌لیک پر بنسټ د ظرفیت لوړونې، نصاب او علمي څېړنو په برخه کې د همکاریو پر پیل هوکړه وشوه.

له بلې خوا د لوړو زده کړو وزیر ژمنه وکړه چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو استادان او فارغان به له یوې اختصاصي ازموینې وروسته د ماسټرۍ او دوکتورا په دورو کې د شاملیدو لپاره د هېواد په پوهنتونونو کې شامل شي.

همدارنګه په دې کتنه کې دواړو لورو ټینګار وکړ چې په هېواد کې د علومو پرمختګ د تعلیمي او تحصیلي بنسټونو ترمنځ همغږي ته اړتیا لري او دا همغږي باید نوره هم پیاوړې شي.

له بلی خوا په دې غونډه کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې او د لوړو زده کړو وزارت ترمنځ په نړیوالو علمي پروګرامونو کې د ګډون، د ګډو علمي نندارتونونو د جوړولو او د تجربیاتو د تبادلې پر څرنګوالي هم خبرې وشوې.

دواړو خواوو هوکړه وکړه چې په هېواد کې د علومو د ودې او پرمختګ لپاره د علمي بنسټونو ترمنځ یادې ناستې باید دوام وکړي او د ګډ تفاهم‌لیک پر بنسټ به همکارۍ پر مخ یوړل شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۴ - ۱۶:۴۶
Background image

د کاپیسا ولایت اړوند «حصه اول کوهستان» کرنې او وترنرۍ انسټیټوټ محصلینو د اناتومي په اړه په عملي بڼه روزنه ترلاسه کړه

د کاپیسا ولایت «حصه اول کوهستان» کرنې او وترنرۍ انسټیټوټ د وترنرۍ څانګې محصلینو ته د یاد ښوونیز مرکز په لابراتوار کې د څارویو د اناتومۍ په اړه په عملي ډول روزنه ورکړل شوه. نوموړو په دې. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۴ - ۱۴:۷
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې له مدیریتي ښوونیز پروګرام څخه د مجاهدینو د فراغت لړۍ دوام لري

په میدان وردګو ولایت کې د تخنیکي او مسلکی زده کړو ادارې مسؤلین وایي چې د یاد ولایت اړوند سیدآباد ولسوالۍ د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو څخه د شاوخوا ۶۰ تنه مجاهدینو د فراغت په پار یې. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۴ - ۱۴:۵
Background image

د ګلبهار کثیرالرشتوي انسټيټوټ محصلین د کار بازار ته د ننوتلو لپاره د چمتووالي په موخه پرکتیک دورو ته معرفی شول

د پروان ولایت ګلبهار کثیرالرشتوي انسټیټوټ یو شمیر محصلین چې د فراغت په درشل کې دي دیاد ولایت اړوند جبل سراج ولسوالۍ ته د پرکتیک دورې لپاره معرفي شوي تر څو نوموړي وکولای شي به مستقیم ډول. . .

BACK TO NEWS