د بلخ ولایت د مزار شریف د تخنیکي او مسلکي زده کړو اکاډمې

د بلخ  ولایت د مزار شریف د تخنیکي او مسلکي زده کړو اکاډمۍ په ۱۳۹۱ هجرې لمریز کال کې د لېسې په نوم  تأسیس شو د معلوماتي ټکنالوژي، اقتصاد، الکتروتخنیک او د نقلیه وسایطو په څانګو کې له لسم (۱۰) څخه تر څوارلسم (۱۴) ټولکي پورې (لېسې او انسټیټوټ دوره) کې زده کوونکي او زده کړیالان په تخنیکي او مسلکي بڼه روزي.

لومړنې معلومات: د بلخ  ولایت د مزار شریف د تخنیکي او مسلکي زده کړو اکاډمۍ دوه تدریسي ودانۍ چې (۲۸) درسي خونې او همدارنګه یوه ادارې ودانۍ چې (۸)  ادارې خونې لري.

جوړښت اړوند معلومات: د بلخ  ولایت د مزار شریف د تخنیکي او مسلکي زده کړو اکاډمۍ په ټوله کې (۲۶) تنه کارکوونکي لري. چې (۱۶) تنه استادان، (۵) تنه ادارې کارکوونکي او (۵) تنه خدماتي کارکوونکي دي.

جنسیت له مخې استادانو تفکیک: د بلخ  ولایت د مزار شریف د تخنیکي او مسلکي زده کړو اکاډمۍ کې (۱۶) تنه استادان د تدریس چارې مخ ته وړي، چې ټول (۱۲) تنه نارینه او (۴) ښځینه استادانې دي .

تحصیلي څانګې: یاده اکاډمي (۴) څانګې (معلوماتي ټکنالوژي، اقتصاد، الکتروتخنیک او نقلیه وسایط) لري، چې (۱۰۴) تنه زده کوونکي او زده کړیالان په یادو څانګو کې په تخنیکي او مسلکي زده کړو بوخت دي.

بدل اعاشه: دغه اکاډمي کې (۱۰۴) تنه زده کړیالان په زده کړو بوخت دي، چې له دې جملې څخه (۲۹) تن د بدل اعاشې په نوملړ کې شامل دي.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو خپلواکه اداره ژمنه دی چې د خپلو مسلکي زده کړو له لارې د هېواد تنکیو ځوانانو ته په بازار کې د کار زمینه برابره کړي.

دغه اداره د انسانې ځواک پراختیا او د هېواد اقتصادې ودې په برخه کې هم کار کوي.