د ولایتونو د تخنیکي او مسلکي ښوونکو ظرفیت لوړونې ورکشاپ ترسره شو

media_admin
شنبه ۱۴۰۱/۶/۱۲ - ۱۰:۴۸
ښوونکی

د ولایتونو د تخنیکي او مسلکي مرکزونو د ۷۵ تنو استادانو ظرفیت لوړونې پنځه ورځنی ورکشاپ په بریالیتوب سره پای ته ورسید.

دغه ورکشاپ د اکمال تخصث انسټیټوټ له خوا په کابل کې د فراه، نیمروز، هلمند، کندهار او ننګرهار ولایتونو د ښوونځیو او انسټیټونو د ۷۵ ښوونکو لپاره د (د تدریس اصولو) تر سرلیک لاندې جوړ شو.

په دې ورکشاپ کې استادانو د تدریس نوي میتودونه او معیاري تدریسی پلان ترتیب په اړه زده کړه وکړه.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو مستقلې ادارې د نصاب او ښوونکو د روزنې ریاست په پام کې لري چې په ښوونځیو او موسسو کې د زده کړو کیفیت د لوړولو په موخه دا ډول ورکشاپونه په لاره واچوي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۰:۴۷
Background image

د استاد مؤمن حکیمي وینا د الله تعالی سره د بندګانو د عهد او پیمان په اړه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اصلاحي او تربیوي غونډو په لړۍ کې، استاد حمزه مؤمن حکیمي د الله تعالی سره د مسلمانانو د عهد او پیمان په اړه وینا وکړه. نوموړي د سورة الفاتحې مبارکو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۸:۴۱
Background image

د میخانیکي انسټیټیوټ زده‌کوونکو لپاره د کارموندنې مهارتونو سیمینار ترسره شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د څېړنې او نوښت ریاست په مرسته، د کابل ولایت د میخانیکي انسټیټیوټ د یو شمېر زده‌کوونکو او کارکوونکو په ګډون د کارموندنې مهارتونو او مسلکي مشورو روزنیز. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۴:۱۸
Background image

د تخنیکي زده‌کړو د ولایتي مسئولینو د صلاحیتونو ټاکنه او سپارنه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو د زونونو او ولایتونو د تخنیکي آمریتونو د صلاحیتونو او مسئولیتونو د ټاکنې او سپارنې د څرنګوالي په پار د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د رهبرۍ غونډه ترسره شوه.. . .

BACK TO NEWS