د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو په اداره کې د مکتوبونو او اداري اسنادو د مدیریت ډیجیټلي سیستم پرانیستل شو

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۶ - ۱۵:۱۱
TVETA

د مکتوبونو او اداري اسنادو د مدیریت ډیجیټلي سیستم د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت او د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د مسؤولینو په حضور کې په دې اداره کې پرانیستل شو.

د دغه سیستم د پرانیستې په مراسمو کې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د تخنیکي او مسلکي چارو مرستیال، محترم مولوي غلام سعید احساس، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت مالي او اداري معین، محترم حافظ محمد امین جان عمري، د یاد وزارت د ډیجیټلي حکومتولۍ عمومي رئیس، محترم عبدالرحمن صافي، او د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې یو شمېر مسؤولینو، رئیسانو او کارکوونکو ګډون کړی و.

د مراسمو په پیل کې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د تخنیکي او مسلکي چارو مرستیال، د دغه سیستم د جوړولو او فعالولو له امله د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت څخه د مننې ترڅنګ، د ادارې د بېلابېلو برخو له رئیسانو او کارکوونکو وغوښتل، چې د دغه سیستم د پلي کېدو په بهیر کې لازمه همکاري وکړي او د شته امکاناتو د اغېزمنې کارونې لپاره هڅې وکړي.

همدارنګه، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت مالي او اداري معین، محترم حافظ محمد امین جان عمري، د دغه سیستم د اهمیت او ګټو په اړه مفصل معلومات وړاندې کړل او د اداري اجراآتو په چټکتیا، د مکتوبونو او اسنادو د مدیریت په ښه‌والي، د کاغذ د کارونې په کمولو او د بېلابېلو برخو ترمنځ د همغږۍ په زیاتولو کې یې د دغه سیستم پر رول ټینګار وکړ.

ورپسې، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د ډیجیټلي حکومتولۍ عمومي رئیس، محترم عبدالرحمن صافي، د دغه سیستم د موخو او د کارونې د څرنګوالي په اړه خبرې وکړې او د خدمتونو د ښه‌والي او د ډیجیټلي حکومتولۍ د پراختیا په برخه کې یې د اداري بهیرونو د ډیجیټلي کولو اهمیت روښانه کړ.

د مسؤولینو په وینا، ټاکل شوې ده، چې دغه سیستم په لومړي پړاو کې په اړوندو برخو کې په آزمایښتي ډول وکارول شي. د کارکوونکو له خوا د دغه سیستم د کاري طریقې له بشپړې پېژندنې او د اغېزمن تطبیق لپاره د لازمې زمینې له برابرېدو وروسته، یاد سیستم به په تدریجي ډول د مکتوبونو او اداري اسنادو د مدیریت د کاغذي طریقو ځای ونیسي.

د مکتوبونو او اداري اسنادو د مدیریت ډیجیټلي سیستم د رسمي مکتوبونو او اسنادو د ثبت، لېږلو، ترلاسه کولو او تعقیب زمینه په ډیجیټلي بڼه برابروي او کولای شي د اداري ځنډونو په کمولو، د وخت او سرچینو په سپما، د نظم او روڼتیا په زیاتولو او د ادارو د کاري بهیرونو په ښه‌والي کې اغېزمن رول ولوبوي.

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو اداره له دې نوښت څخه د هرکلي ترڅنګ، د دغه سیستم د اغېزمن تطبیق او د اداري بهیرونو د ښه‌والي لپاره د نوې ټکنالوژۍ د کارونې په موخه د اړوندو برخو پر همکارۍ ټینګار کوي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۶ - ۱۵:۱۴
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې عمومي رئیس د مالیزیا د پارلمان له رئیس سره وکتل

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې عمومي رئیس، الحاج مولوي غلام حیدر شهامت، او د بهرنیو چارو وزارت د ډیپلوماسۍ انسټیټوټ رئیس، محترم عبیدالله اخندزاده، د مالیزیا د پارلمان له رئیس، محترم. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۶ - ۱۵:۱۱
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو په اداره کې د مکتوبونو او اداري اسنادو د مدیریت ډیجیټلي سیستم پرانیستل شو

د مکتوبونو او اداري اسنادو د مدیریت ډیجیټلي سیستم د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت او د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د مسؤولینو په حضور کې په دې اداره کې پرانیستل شو. د دغه سیستم. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۶ - ۸:۳۸
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې عمومي رئیس د لب‌ټېک (Labtech) نړیوال شرکت له مسؤولینو سره وکتل

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې عمومي رئیس، الحاج مولوي غلام حیدر شهامت، اندونیزیا ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د لب‌ټېک (Labtech) نړیوال شرکت له مجتمع او بېلابېلو څانګو څخه لیدنه وکړه.. . .

BACK TO NEWS