د تخنیکي او مسلکي زده کړو اداری د ښوونیزو مرکزونو استادانو علمي سیمینار پیل شو

media_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۵/۲۰ - ۱۱:۶
د کادری استادانو ارزونه

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې نصاب او ښوونکو د روزنې ریاست تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو ښوونکو ته د " علمی سیمینار وړاندې کولو " پروګرام پیل کړ.

د دغه پروګرام په پيل کې د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې اکاډمیکو چارو مرستيال استاد نورمحمد عزيزي وويل، چې د دغه سيمينار د جوړېدو موخه؛ د کادری استادانو پیژندنه دی.

استاد عزيزي همدارنګه وويل: "يوازې هغه کسان چې د علمي سيمينار په وړاندې کولو کې بريالي شي، د کادری امتیاز څخه برخمن کېږي."

په پام کې ده چې دغه علمي پروګرام په مرکز او ولایتونو کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د ښوونیزو مرکزونو ټولو استادانو لپاره په لاره واچول شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۰:۳۰
Background image

د شبکو د سیسټمونو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې شو

د خوست ولایت مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د کمپیوټر ساینس څانګې یوه محصل د کمپیوټري سیسټمونو او د شبکو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې کړ. محصل نوراحمد د اړوندې څانګې استاد تر لارښوونې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۰:۵۹
Background image

محصلینو ته د اینورټر او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د کاپیسا ولایت انجنیري معاون انسټیټیوټ د برېښنا څانګې محصلینو په یوه درسي غونډه کې د برېښنا «اینورټر» او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. دغه درسي جلسه د نوي کېدونکې انرژۍ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۹:۵۶
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اصلاحي او روزنیزه غونډه ترسره شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اصلاحي او روزنیزه غونډه د دې ادارې د رئیسانو، کارکوونکو او مسؤلینو په حضور کې ترسره شو. په دې پروګرام کې لیکوال او ادیب استاد دادمحمد ناوک د بېلابېلو. . .

BACK TO NEWS