د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د کارکوونکو لپاره د ظرفیت لوړونې پروګرام جوړ شو

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۴ - ۱۶:۱۵
TVETA

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د کارکوونکو چارو ریاست د کارکوونکو د ظرفیت لوړولو او د مسلکي مهارتونو د پیاوړتیا په موخه، د ادارې د نویو ګومارل شویو کارکوونکو لپاره د کمپیوټري پروګرامونو د کارونې په برخه کې یو ښوونیز پروګرام جوړ کړ.

په دغه پروګرام کې شاوخوا ۲۰ تنه نوي ګومارل شوي کارکوونکي ګډون لري، چې ټاکل شوې د کمپیوټري پروګرامونو د کارونې په برخه کې د اړینو مهارتونو په زده‌کړې سره په اړوندو برخو کې خپل کاري ظرفیت او وړتیاوې پیاوړې کړي.

دغه پروګرام د ډیجیټلي مهارتونو د پیاوړتیا، د اداري چارو د ښه ترسره کولو او د کارکوونکو د کاري اغېزمنتیا د زیاتوالي په موخه جوړ شوی دی.

د یادونې وړ ده، چې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د کارکوونکو چارو ریاست تر دې وړاندې هم د کارکوونکو د ظرفیت لوړولو په موخه په بېلابېلو برخو کې ګڼ ښوونیز پروګرامونه جوړ کړي دي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۴ - ۱۶:۱۵
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د کارکوونکو لپاره د ظرفیت لوړونې پروګرام جوړ شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د کارکوونکو چارو ریاست د کارکوونکو د ظرفیت لوړولو او د مسلکي مهارتونو د پیاوړتیا په موخه، د ادارې د نویو ګومارل شویو کارکوونکو لپاره د کمپیوټري. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲۳ - ۱۵:۲۱
Background image

د مجاهدینو د روزنې لپاره د ادارې او مدیریت څانګې تعلیمي نصاب بیاکتنه وشوه

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د تعلیمي نصاب ریاست مسؤلین وایي، چې د مجاهدینو د روزنې لپاره د ادارې او مدیریت څانګې د تعلیمي نصاب د بیاکتنې او پراختیا بهیر، د کابل پوهنتون له استادانو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۶ - ۱۳:۴۸
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د دعوت او ارشاد ریاست له لوري اصلاحي غونډه جوړه شوه

د هېواد یوه دیني عالم، محترم مولوي هدایت‌الله، په یوه ښوونیزه غونډه کې د حضرت عمر فاروق (رضی‌الله‌عنه) د حکومتولۍ د څرنګوالي او په اسلامي نظام کې د کارکوونکو د مسؤلیتونو او مکلفیتونو په. . .

BACK TO NEWS