د خدماتي کارکوونکو لپاره د ظرفیت لوړونې روزنیز پروګرام ترسره شو

media_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۴ - ۱۲:۱۹

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ټورېزم او هوټلدارۍ انسټیټوټ له لوري، د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د پلان او ستراتیژیکې همغږۍ ریاست په مرسته، د خدماتي کارکوونکو د ظرفیت لوړونې روزنیز پروګرام ترسره شو.

د دې پروګرام په ترڅ کې خدماتي کارکوونکو د اړیکو مهارتونو، د حفظ الصحې اصولو او د مېلمه پالنې د مسلکي لارو چارو په برخو کې اړینې زده‌کړې ترلاسه کړې.

مسؤلینو د دې پروګرام موخه د خدماتو د کیفیت لوړول، د مسلکي چلند ښه‌والی او د ګډونوالو د کاري ظرفیتونو پیاوړتیا وبلله.

ویل کېږي چې د دې ډول روزنیزو پروګرامونو ترسره کول کولی شي په ادارو او خدماتي مرکزونو کې د خدماتو د وړاندې کولو کیفیت لوړ او د مسلکي مېلمه پالنې فرهنګ ته وده ورکړي.

اوس مهال په هېواد کې د سراسري امنیت له امله، ټورېزم او هوټلداري د افغانستان له مهمو اقتصادي سکتورونو څخه شمېرل کېږي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۰:۲۳
Background image

د پروان ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمر د دې ولایت د اقتصاد له رئیس سره وکتل

د پروان ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمر، الحاج مولوي عبدالله درخواستي، د یاد ولایت د اقتصاد له رئیس، مولوي مجیب‌الرحمن سره لیدنه او خبرې وکړې. په دې لیدنه کې دواړو لورو د ظرفیت. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۱۳:۲۳
Background image

د ځانګړو زده‌کړو د مرکزونو استادانو لپاره د ظرفیت لوړونې ۲۰ ورځنی پروګرام پیل شو

د ځانګړو زده‌کړو ښوونیزو مرکزونو د استادانو د ظرفیت لوړونې پروګرام د پرانیستې مراسم د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د مسئولینو، د ناروې کمېټې استازو، د یادې ادارې د متخصصینو او د هېواد. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۱:۴۳
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې رئیس د روسیې له پلاوي سره ولیدل

نن له غرمې مخکې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې رئیس، الحاج مولوي غلام حیدر شهامت، په خپل کاري دفتر کې د روسیې هېواد د آلتای پیداګوژیک پوهنتون له پلاوي سره لیدنه او خبرې وکړې. په دې. . .

BACK TO NEWS