معلولین ټولې هغه لازمې وړتیاوې او مهارتونه لري چې خلکو ته د خدمت لپاره اړین دي؛

media_admin
شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۹ - ۱۱:۳

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اصلاحي غونډه د نه‌اورېدونکو او روښان زړو مسلکي انسټیټیوټونو یو شمیر محصلینو او د دغې ادارې د ټولو کارکوونکو په ګډون ترسره شوه.

د دې غونډې په پیل کې، د نه‌اورېدونکو او روښان زړو مسلکي انسټيټوټونو استادانو د بیلابیلو موضوعاتو لکه د رسول الله صلی الله علیه وسلم د سیرت او د معلیلونو د وړتیاوو په اړه خبرې وکړې.

د غونډې په دوام کې د کابل ولایت روښان زړو مسلکي انسټیټیوټ یو تن استاد وویل؛ معلولین، د بیلابیلو مهارتونو او وړتیاوو په درلودو سره، نه یوازې په ټولنه کې مسلکي کسان ګڼل کیږي، بلکې نوموړي د ټولنې اضافي بارهم نه دي.

نوموړي ټینګار وکړ چې معلولیت لرونکي کسان کولی شي په مختلفو اداري برخو کې، د سالم کسانو سره څنګ په څنګ کار وکړي، او د ټولنې پرمختګ او پراختیا کې هم ونډه واخلي.

دا په داسې حال کې چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو اداره د لید او اوریدلو معلولیت لرونکو کسانو څخه ملاتړ ته ژمنه ده ، او همدارنګه د دې ادارې رهبری تل هڅه کوي چې هغوی ته په ټول هیواد کې د معیاري تخنیکي او مسلکي زده کړو اسانتیاوې چمتو کړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۵:۳۲
Background image

د لغمان تخنیکي لېسې زده‌کوونکو ته عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د لغمان ولایت مرکز تخنیکي او مسلکي لېسې د برېښنا څانګې زده‌کوونکو په یوه درسي ناسته کې د برېښنا اړوند مهمو موضوعاتو لکه سیم‌غڅونې، د برقي مدارونو تشخیص او ترمیم، او د برېښنا خوندیتوب په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۸:۵۱
Background image

زده‌کوونکو ته د مهمو اداري موضوعاتو په اړه عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د لغمان ولایت ادارې او حسابدارۍ انسټیټیوټ زده‌کوونکو د یو علمي سفر په ترڅ کې د یاد ولایت ښاروالۍ ته ولاړل او هلته یې د بېلابېلو اداري موضوعاتو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. لارښود. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۰:۵۹
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې کارکوونکي وستایل شول

نن د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د ارشاد او دعوت ریاست په اصلاحي غونډه کې د دې ادارې یو شمېر کارکوونکي وستایل شول. دا پروګرام د دیني مسایلو ازموینې د پایلو اعلان په موخه جوړ شوی و، چې. . .

BACK TO NEWS