په بغلان ولایت کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې لخوا د کارموندنې مرکز پرانیستل شو

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۰ - ۱۳:۵۰

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې اړوند د تحقیق او نوښت ریاست په بغلان ولایت کې د یو اقدام په ترڅ کې د هغو زده کړیالانو لپاره د کارموندې او مشوره دهۍ مرکز پرانیست چې د فراغت په درشل کې موقعیت لري.

په تحقیق ریاست کې د مسؤلینو په وینا د کارموندنې یاد مرکز د کار بازار ته د ننوتلو لپاره د محصلینو د چمتو کولو په موخه جوړ شوی دی.

ورته مهال، د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې مسؤلینو د یاد مرکز له جوړولو سره سم د ۷۷ تنه محصلینو لپاره د « کارآفرینۍ » تر عنوان لاندې پنځه ورځني ښوونیز سیمینار هم پیل کړی.

دغه پروګرام په داسې حال کې په بغلان ولايت کې تر سره کېږي، چې  تر دې وړاندې هم د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د تحقیق او نوښت ریاست، د تخار، کندز او بدخشان په ګډون د هېواد په يو شمېر ولايتونو کې د کارموندنې او شغلي مشورې ورکولو مرکزونه جوړ کړي دي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۰:۳۰
Background image

د شبکو د سیسټمونو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې شو

د خوست ولایت مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د کمپیوټر ساینس څانګې یوه محصل د کمپیوټري سیسټمونو او د شبکو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې کړ. محصل نوراحمد د اړوندې څانګې استاد تر لارښوونې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۰:۵۹
Background image

محصلینو ته د اینورټر او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د کاپیسا ولایت انجنیري معاون انسټیټیوټ د برېښنا څانګې محصلینو په یوه درسي غونډه کې د برېښنا «اینورټر» او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. دغه درسي جلسه د نوي کېدونکې انرژۍ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۹:۵۶
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اصلاحي او روزنیزه غونډه ترسره شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اصلاحي او روزنیزه غونډه د دې ادارې د رئیسانو، کارکوونکو او مسؤلینو په حضور کې ترسره شو. په دې پروګرام کې لیکوال او ادیب استاد دادمحمد ناوک د بېلابېلو. . .

BACK TO NEWS