په ټول هېواد کې د مجاهدینو د ادارې او مدیریت پروګرام ښوونیزه لړۍ روانه ده

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۷ - ۱۳:۲۳

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې محترم مشرتابه د هدایت پر اساس، په یادې اداره کې یوه طرحه تیاره شوه چې د هغې طرحې پر بنسټ د مجاهدینو لپاره په تخنیکي او مسلکي زده کړو  په ښوونیزو مرکزونو کې د زده کړو زمینه مساعده شوه.

د دې طرحې پر بنسټ چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې لخوا ترتیب او د ریاست الوزراء مقام لخوا منظور شوې؛ اوس مهال په ټول هېواد کې زرګونه مجاهدین د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې پر مدیریتي زده کړو بوخت دي.

همداراز په دې طرحه کې راغلي چې مجاهدین به د ښوونیزې تثبیت سویې وروسته د ادارې او مدیریت په ښوونیز پروګرام کې چې مجاهدینو لپاره ځانګړی شوی؛ جذب کیږي او هغوی ته به د مدیریتي زده کړو بیلابیل پروګرامونه تدریس شي.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو په اداره کې د مسؤلینو په وینا، تر دې دمه زرګونه کسان له دې پروګرام څخه فارغ شوي دي.

بلخوا، مولوي نثار احمد الیاس، د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د مطبوعاتي دفتر مسؤول، وایي چې هغه مجاهدین چې د ادارې او مدیریت له ښوونیز پروګرام څخه فارغ شوي، د اسلامي نظام په بېلابېلو برخو کې پر خدمت بوخت دي او دغه ژمن کسان به د همدې زده کړو پر مټ د هیواد لپاره د لازیات خدمت کولو جوګه شي.

نوموړي د مجاهدینو سره د علمي همکاریو په برخه کې د زیاتوالي په اړه ټینګار کوي او زیاتوي چې دا بهیر د هغې طرحې پر بنسټ چې مخکې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې لخوا چمتو شوې ده، دوام لري.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو اداره په هیواد کې د تعلیمي سکتور له اړینو ادارو څخه ګڼل کیږي. دا اداره اوس مهال په لسګونو ښوونیزو څانګو کې مسلکي او متخصص زده کوونکي روزي او هغوی د اقتصادي ځان بسیاینې لپاره د کار بازار ته وړاندې کوي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۱ - ۱۱:۲۲
Background image

د لغمان تخنیکي لېسې زده‌کوونکو ته د ټرانسفارمر د ترمیم عملي روزنه ورکړل شوه

د لغمان ولایت مرکز تخنیکي او مسلکي لېسې زده‌کوونکو د عملي درسونو په لړ کې د ټرانسفارمر د ترمیم څرنګوالي او دندو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. په ورته مهال کې د برېښنا څانګې استاد د. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۰ - ۱۰:۳۳
Background image

د قرغیو کثیرالرشتوي انسټیټیوټ کې د شاتو مچیو روزنې عملي زده‌کړه

د لغمان ولایت قرغیو کثیرالرشتوي انسټیټیوټ زده‌کوونکو د شاتو مچیو روزنې په برخه کې عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. زده‌کوونکي د یوې درسي جلسې په ترڅ کې د شاتو مچیو روزنې له بېلابېلو پړاوونو،. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۹ - ۹:۴۱
Background image

د لوګر ولایت د تخنیکي زده‌کړو مرکزونو استادانو لپاره د ظرفیت لوړونې پروګرامونه پیل شول

د هېواد د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو د مرکز زون ریاست خبر ورکوي چې د لوګر ولایت تخنیکي او مسلکي زده‌کړو مرکزونو د استادانو او کارکوونکو لپاره د ظرفیت لوړونې پروګرامونه پیل شوي دي. ټاکل شوې. . .

BACK TO NEWS