د لغمان تخنیکي لېسې زدهکوونکو ته د ټرانسفارمر د ترمیم عملي روزنه ورکړل شوه
د لغمان ولایت مرکز تخنیکي او مسلکي لېسې زدهکوونکو د عملي درسونو په لړ کې د ټرانسفارمر د ترمیم څرنګوالي او دندو په اړه عملي زدهکړه ترلاسه کړه.
په ورته مهال کې د برېښنا څانګې استاد د ټرانسفارمر بېلابېلې برخې او تخنیکي جزئیات په عملي ډول زدهکوونکو ته تشریح کړل.
د تخنیکي او مسلکي زدهکړو په مرکزونو کې د زدهکړو لویه برخه عملي بڼه لري، له همدې امله د دغو مرکزونو فارغان له فراغت وروسته په مستقیم ډول د کار بازار ته جذبېږي.
دا په داسې حال کې ده چې اوس مهال د تخنیکي او مسلکي زدهکړو مرکزونو ګڼ شمېر فارغان په بېلابېلو برخو کې پر کار بوخت دي او وایي چې عملي زدهکړې د کار موندنې په برخه کې مهم رول لري.
