د تخنیکي او مسلکي زده کړو په یوه ښوونیز مرکز کې د زده کونکو له لوري د میوې ماشین جوړ شوی

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۹ - ۱۵:۱۴

د سرپل ولایت د نفتو او ګازو انسټیټوټ  د بریښنایی وسایلو د ترمیم او رغونې د لنډمهاله حرفوي پروګرام زده کونکو د لارښود استاد تر لارښوونې توانیدلي چې د میوو ماشین جوړ کړي.

د زده کونکو په وینا، یاد ماشین د انارو، مڼو، ګازرو او کېلو په څیر میوو څخه د اوبو ایستلو وړتیا لري.

په ورته وخت کې، نوموړو زده‌کوونکو چې دا ماشین یې جوړ کړی وايي چې دغه ماشین نه یوازې د فابریکې تجهیزاتو د پیرېدلو د لګښت کمولو په برخه کې اغیزمن دی، بلکې د کورنیو او کوچنیو بازارونو په کچه هم کارول کیدی شي.

دا په داسې حال کې ده چې تر اوس مهاله، زرګونه وګړي د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې له لنډمهاله حرفوي پروګرامونو څخه فارغ شوي او د کار په بازار کې پر دندو بوخت دي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۹:۱۴
Background image

د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو د فراغت مراسم ترسره شول

د ننګرهار ولایت د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو فراغت مراسم د سیمه‌ییزو مسؤلینو، علماوو، قومي مشرانو، د محصلینو کورنیو او یو شمېر ځوانانو په حضور کې ترسره شول. د فراغت په مراسمو کې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۰:۴۷
Background image

د استاد مؤمن حکیمي وینا د الله تعالی سره د بندګانو د عهد او پیمان په اړه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اصلاحي او تربیوي غونډو په لړۍ کې، استاد حمزه مؤمن حکیمي د الله تعالی سره د مسلمانانو د عهد او پیمان په اړه وینا وکړه. نوموړي د سورة الفاتحې مبارکو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۸:۴۱
Background image

د میخانیکي انسټیټیوټ زده‌کوونکو لپاره د کارموندنې مهارتونو سیمینار ترسره شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د څېړنې او نوښت ریاست په مرسته، د کابل ولایت د میخانیکي انسټیټیوټ د یو شمېر زده‌کوونکو او کارکوونکو په ګډون د کارموندنې مهارتونو او مسلکي مشورو روزنیز. . .

BACK TO NEWS