په فراه ولایت کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې له لوري د کډوالو لپاره لنډمهاله حرفوي پروګرام پیل شو

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۵ - ۱۰:۴۴

په فراه ولایت کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې مسؤلین خبر ورکوي چې د یاد ولایت په بالابلوک ولسوالۍ کې یې د کډوالو لپاره د موټرسایکل رغونې «ترمیم» لنډمهاله درې میاشتنی روزنیز حرفوي پروګرام پیل کړی.

د دې پروګرام په پرانیست غونډه کې ویناوالو له ګډونوالو وغوښتل چې د یاد پروګرام په اهمیت پوه شي او له دې پروګرام څخه په سمه توګه ګټه پورته کړي.

په ورته وخت کې، ګډونوالو هم ددې روزنیز پروګرام د ترسره کیدو څخه خوښي څرګنده کړه او همداراز د ټولنې بیلابیلو قشرونو ته د کاري فرصتونو په رامینځته کولو کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د دغه اقدام څخه ستاینه وکړه.

لنډ مهاله حرفوي پروګرامونه د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې له اساسي پروګرامونو څخه ګڼل کېږي، دغه پروګرامونه په هیواد کې د اشتغال زايي او د بې وزلۍ د کمولو په موخه ترسره کیږي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۵:۳۲
Background image

د لغمان تخنیکي لېسې زده‌کوونکو ته عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د لغمان ولایت مرکز تخنیکي او مسلکي لېسې د برېښنا څانګې زده‌کوونکو په یوه درسي ناسته کې د برېښنا اړوند مهمو موضوعاتو لکه سیم‌غڅونې، د برقي مدارونو تشخیص او ترمیم، او د برېښنا خوندیتوب په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۸:۵۱
Background image

زده‌کوونکو ته د مهمو اداري موضوعاتو په اړه عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د لغمان ولایت ادارې او حسابدارۍ انسټیټیوټ زده‌کوونکو د یو علمي سفر په ترڅ کې د یاد ولایت ښاروالۍ ته ولاړل او هلته یې د بېلابېلو اداري موضوعاتو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. لارښود. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۰:۵۹
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې کارکوونکي وستایل شول

نن د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د ارشاد او دعوت ریاست په اصلاحي غونډه کې د دې ادارې یو شمېر کارکوونکي وستایل شول. دا پروګرام د دیني مسایلو ازموینې د پایلو اعلان په موخه جوړ شوی و، چې. . .

BACK TO NEWS