د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې دوه ورځنی علمي سیمینار پای ته ورسید

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۱ - ۸:۵

دوه ورځنی علمي او تربیوي سیمینار چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د ارشاد او دعوت ریاست لخوا ترسره شوی و، پای ته ورسید.

د دې علمي پروګرام د دویمې ورځې په ترڅ کې، یو شمیر مسؤلینو او علماوو ګډونوالو ته ویناوې وکړې.

په ورته وخت کې، د اطلاعاتو او کلتور وزارت یو تن مسؤل مولوي عبدالحق حماد په دې ښوونیز پروګرام کې د وینا پرمهال د اسلام په سپېڅلي دین کې د دعوت پر اهمیت ټینګار وکړ.

نوموړي زیاته کړه چې دعوت د ټولنې او وګړو د اصلاح او همدارنګه د عدالت د پراختیا او د فساد څخه د مخنیوي لامل کیږي.

د دې ښوونیز سیمینار په بله برخه کې، مولوي عبدالهادي مجاهد هم د اسلام په مبارک دین کې د دعوت کوونکو د دندو او مسؤلیتونو په اړه خبرې وکړې.

مولوي مجاهد په دې سیمینار کې له ګډونوالو وغوښتل چې د خلکو د بیدارولو او اصلاح کولو لپاره ډیرې هڅې وکړي.

د یادونې وړ ده چې دا علمي او تربیوی پروګرام د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د کارکوونکو چارو ریاست لخوا د کاربردي مدیریت په برخه کې د پریزنټیشن په وړاندې کولو سره پای ته ورسید.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۷ - ۱۷:۴۷
Background image

د خوست ولایت اړوند مرکز کثیرالرشتوي انسټيټوټ محصلینو ته یو ورځنی روزنیز سیمینار ترسره شو

په خوست ولایت کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې مسؤلین وایي چې یاد ولایت اړوند مرکز کثیرالرشتوي انسټيټوټ د ادارې او سوداګرۍ او د ادارې او مدیریت څانګو محصلینو لپاره یې یو ورځنی روزنیز. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۷ - ۹:۲۳
Background image

د میدان وردګو ولایت د سیدآباد کثیرالرشتوي انسټیټوټ محصلینو د سید آباد سب اسټیشن څخه لیدنه وکړه

علمي سفرونه د نظري زده کړو او کاري چاپیریال ترمنځ د واقعیتونو نښلولو لپاره له خورا اغیزمنو لارو څخه ګنل کېږي. په ښوونیزو چاپیریالونو، په ځانګړي توګه د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو کې. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۷ - ۸:۳۶
Background image

د کاپيسا ولایت معاون انجینري انسټيټوټ محصلینو د ګلبهار سب اسټيشن څخه ليدنه وکړه

د کاپيسا ولایت «معاون انجینري» انسټيټوټ د بريښنا څانګې محصلينو د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو د عملي زده کړو په چوکاټ کې د ګلبهار سب اسټيشن له بېلابېلو برخو څخه د یو علمي سفر په ترڅ. . .

BACK TO NEWS