د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې دوه ورځنی علمي سیمینار پای ته ورسید
دوه ورځنی علمي او تربیوي سیمینار چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د ارشاد او دعوت ریاست لخوا ترسره شوی و، پای ته ورسید.
د دې علمي پروګرام د دویمې ورځې په ترڅ کې، یو شمیر مسؤلینو او علماوو ګډونوالو ته ویناوې وکړې.
په ورته وخت کې، د اطلاعاتو او کلتور وزارت یو تن مسؤل مولوي عبدالحق حماد په دې ښوونیز پروګرام کې د وینا پرمهال د اسلام په سپېڅلي دین کې د دعوت پر اهمیت ټینګار وکړ.
نوموړي زیاته کړه چې دعوت د ټولنې او وګړو د اصلاح او همدارنګه د عدالت د پراختیا او د فساد څخه د مخنیوي لامل کیږي.
د دې ښوونیز سیمینار په بله برخه کې، مولوي عبدالهادي مجاهد هم د اسلام په مبارک دین کې د دعوت کوونکو د دندو او مسؤلیتونو په اړه خبرې وکړې.
مولوي مجاهد په دې سیمینار کې له ګډونوالو وغوښتل چې د خلکو د بیدارولو او اصلاح کولو لپاره ډیرې هڅې وکړي.
د یادونې وړ ده چې دا علمي او تربیوی پروګرام د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د کارکوونکو چارو ریاست لخوا د کاربردي مدیریت په برخه کې د پریزنټیشن په وړاندې کولو سره پای ته ورسید.