د «حصه اول کوهستان» کرنې او وترنرۍ مسلکي انسټيټوټ له خوا فراغت غونډه ترسره شوه

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۵ - ۱۳:۴۳
TVETA

د کاپیسا ولایت «حصه اول کوهستان» کرنې او وترنرۍ مسلکي انسټيټوټ، د یاد ښوونیز مرکز څخه د یو شمیر زده کړیالانو د فراغت په مناسبت، «فراغت غونډه» جوړه کړه.

یاده غونډه د کاپیسا د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمر ښاغلي مولوی نذیر آقا محمد، مسؤلینو، استادانو او د فارغ شويو زده کړیالانو د کورنیو غړو په شتون کې ترسره شوه.

په دې مراسمو ويناوالو، په اقتصادي وده کې د تخنيکي او مسلکي زده کړو پر رول د ټينګار ترڅنګ د تخنيکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو له فارغانو وغوښتل چې د هېواد د پرمختګ لپاره لا زيات زیار او کوښښ وکړي.

دغه راز د مراسمو په پای کې فارغانو ته ستاینلیکونه ورکړل شول او غونډه په دعایې پای ته ورسیده.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۰:۵۹
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې کارکوونکي وستایل شول

نن د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د ارشاد او دعوت ریاست په اصلاحي غونډه کې د دې ادارې یو شمېر کارکوونکي وستایل شول. دا پروګرام د دیني مسایلو ازموینې د پایلو اعلان په موخه جوړ شوی و، چې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۰:۲
Background image

د لغمان ادارې او حسابدارۍ انسټیټیوټ زده‌کوونکو ته د مدیریت بنسټونو په اړه عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د لغمان ولایت د ادارې او حسابدارۍ انسټیټیوټ مدیریت څانګې زده‌کوونکو د مدیریت اصولو او بنسټونو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. زده‌کوونکي د یو علمي سفر په ترڅ کې د لغمان ولایت مستوفیت ته. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۹:۶
Background image

د لغمان په ښار جوړونې ریاست کې زده‌کوونکو عملي زده‌کړه ترلاسه کړه

د لغمان ولایت مرکز کثیرالرشتوي انسټیټيوټ ساختماني څانګې زده‌کوونکو د خپلو عملي زده‌کړو یوه برخه د یاد ولایت ښار جوړونې په ریاست کې ترسره کړه. د اړوندې څانګې استاد په یوه درسي جلسه کې د. . .

BACK TO NEWS