د لغمان ولایت اړوند ادارې او حسابدارۍ انسټيټوټ د محصلینو فراغت غونډه ترسره شوه

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۶ - ۸:۵۸
TVETA

د لغمان ولایت اړوند د ادارې او حسابدارۍ انسټيټوټ د محصلینو د فراغت په پار فراغتغونډه ترسره شوه.

دغه مراسم د لغمان ادارې او حساب دارۍ انسټيټوټ د ادارې او مدیریت او تجارت له څانګو څخه د کابو ۴۰ تنو محصلینو د فراغت په پار ترسره شول.

په دې مراسمو کې د لغمان ولایت سیمه‌ییزو چارواکو، د محصلینو والدینو او د یاد ولایت د تخنیکی او مسلکی زده کړو آمریت مسؤلینو هم حضور درلود.

ويناوالو په دې مراسمو کې وويل، ځوانان د ټولنې په پرمختګ کې اساسي رول لوبوي او بايد د هېواد د پرمختګ لپاره لا زيات کار وکړي.

د غونډې نورو ويناوالو هم د تخنيکي او مسلکي زده کړو پر ارزښت ټينګار وکړ او غونډه فارغ شويو ځوانانو ته د ستاینلیکونو په ورکولو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۰:۳۰
Background image

د شبکو د سیسټمونو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې شو

د خوست ولایت مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د کمپیوټر ساینس څانګې یوه محصل د کمپیوټري سیسټمونو او د شبکو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې کړ. محصل نوراحمد د اړوندې څانګې استاد تر لارښوونې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۰:۵۹
Background image

محصلینو ته د اینورټر او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د کاپیسا ولایت انجنیري معاون انسټیټیوټ د برېښنا څانګې محصلینو په یوه درسي غونډه کې د برېښنا «اینورټر» او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. دغه درسي جلسه د نوي کېدونکې انرژۍ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۹:۵۶
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اصلاحي او روزنیزه غونډه ترسره شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اصلاحي او روزنیزه غونډه د دې ادارې د رئیسانو، کارکوونکو او مسؤلینو په حضور کې ترسره شو. په دې پروګرام کې لیکوال او ادیب استاد دادمحمد ناوک د بېلابېلو. . .

BACK TO NEWS