د کندز ولایت چهاردرې کثیرالرشتوي لېسې زده کوونکو د څارویو ناروغیو د تشخیص په اړه عملي روزنه ترلاسه کړه.

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۵ - ۱۰:۵۱
TVETA

د کندز ولایت اړوند د چهاردرې ولسوالۍ کثیرالرشتوي لیسې د دولسم ټولګي زده کوونکو ته د څارویو ناروغیو د تشخیص په اړه په عملي بڼه روزنه ورکړل شوه.

لارښود استاد د درس په ترڅ کې، نوموړو ته د څارویو د درملو تطبیقولو، واکسیناسیون او د څارویو د بیلابیلو تزریقاتو په اړه په مفصله توګه توضیحات وړاندې کړل.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د زده کړو لویه برخه عملي ده، ترڅو د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو فارغان له فراغت وروسته په مستقیم ډول د کار بازار ته جذب شي.

له همدې امله، د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې رهبری تل هڅه کوي چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د عملي زده کړو لړۍ لا پیاوړې کړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۴ - ۹:۲۴
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې اصلاحي غونډه ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې اصلاحي اوونیزه غونډه، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د علماوو ریاست مسؤل شیخ محمد موسی خان غزنوي په وینا او د دې ادارې د کارمندانو په ګډون ترسره شوه. شیخ محمد. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۲ - ۱۱:۴۵
Background image

د ۱۴۰۴ کال کانکور څلورم دور ازموینې کې د مولوي غلام حیدر شهامت ګډون او وینا

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست الحاج مولوي غلام حیدر شهامت، په کابل ولایت کې د ۱۴۰۴ کال کانکور څلورم دور ازموینې د پیل په مناسبت مراسمو کې چې د ازموینو ملي ادارې له لوري جوړ او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۱ - ۱۰:۴۳
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده کړو د زونونو رئیسانو لپاره روزنیز سمینار ترسره شو

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د کارکوونکو چارو ریاست د یادې ادارې په نویو جوړ شوي زونونو کې په دقیق او مؤثره توګه د چارو پرمختللو په موخه د تخنیکي او مسلکي زده کړو د زونونو څلورو. . .

BACK TO NEWS