د کندز ولایت چهاردرې کثیرالرشتوي لېسې زده کوونکو د څارویو ناروغیو د تشخیص په اړه عملي روزنه ترلاسه کړه.

د کندز ولایت اړوند د چهاردرې ولسوالۍ کثیرالرشتوي لیسې د دولسم ټولګي زده کوونکو ته د څارویو ناروغیو د تشخیص په اړه په عملي بڼه روزنه ورکړل شوه.
لارښود استاد د درس په ترڅ کې، نوموړو ته د څارویو د درملو تطبیقولو، واکسیناسیون او د څارویو د بیلابیلو تزریقاتو په اړه په مفصله توګه توضیحات وړاندې کړل.
د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د زده کړو لویه برخه عملي ده، ترڅو د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو فارغان له فراغت وروسته په مستقیم ډول د کار بازار ته جذب شي.
له همدې امله، د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې رهبری تل هڅه کوي چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د عملي زده کړو لړۍ لا پیاوړې کړي.