د سرپل ولایت د کرنې او وترنرۍ انسټیټوټ محصلینو ته د لابراتواري تجهیزاتو په اړه روزنه ورکړل شوه

media_admin
شنبه ۱۴۰۴/۲/۲۷ - ۱۵:۲
TVETA

د سرپل ولایت اړوند کرنې او وترنرۍ انسټیټوټ د وترنرۍ څانګې محصلینو ته د لابراتواري وسایلو او تجهیزاتو په اړه په عملی بڼه روزنه ورکړل شوه

لارښود استاد د درس په ترڅ کې محصلینو ته د لابراتواري وسایلو په اړه مفصل توضیحات وړاندې کړل او د محصلینو پوښتنو ته یې ځوابونه وویل.

همداراز په دې درسي غونډه کې، لارښود استاد نوموړو ته د مایکروسکوپ او د څارویو د ناروغیو د تشخیص لپاره د مایکروسکوپ د کارولو څرنګوالی تشریح کړ.

عملي زده کړې له محصلینو سره مرسته کوي تر څو محصلین له فراغت وروسته د کار بازار ته جذب شي.

له همدې امله د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې رهبري تل هڅه کوي چې د تخنيکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د عملي زده کړو لړۍ لا پياوړې کړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۹:۱۴
Background image

د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو د فراغت مراسم ترسره شول

د ننګرهار ولایت د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو فراغت مراسم د سیمه‌ییزو مسؤلینو، علماوو، قومي مشرانو، د محصلینو کورنیو او یو شمېر ځوانانو په حضور کې ترسره شول. د فراغت په مراسمو کې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۰:۴۷
Background image

د استاد مؤمن حکیمي وینا د الله تعالی سره د بندګانو د عهد او پیمان په اړه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اصلاحي او تربیوي غونډو په لړۍ کې، استاد حمزه مؤمن حکیمي د الله تعالی سره د مسلمانانو د عهد او پیمان په اړه وینا وکړه. نوموړي د سورة الفاتحې مبارکو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۸:۴۱
Background image

د میخانیکي انسټیټیوټ زده‌کوونکو لپاره د کارموندنې مهارتونو سیمینار ترسره شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د څېړنې او نوښت ریاست په مرسته، د کابل ولایت د میخانیکي انسټیټیوټ د یو شمېر زده‌کوونکو او کارکوونکو په ګډون د کارموندنې مهارتونو او مسلکي مشورو روزنیز. . .

BACK TO NEWS