د بادغیس ولایت اړوند جوند کرنې مسلکي انسټیټوټ د محصلینو له لوري د عملي روزنو د زده کړې بهیر!

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۲/۲۱ - ۱۴:۵۲
TVETA

د بادغیس ولایت د جوند ولسوالۍ اړوند کرنې مسلکي انسټیټوټ د کرنې څانګې محصلینو د یاد ښوونیز مرکز په تحقیقاتي فارم کې د نیالګیو د شاخه برۍ په برخه کې عملي روزنه ترلاسه کړه.

نوموړو په دې درسي جلسه کې د نیالګیو شاخه برۍ او د شاخه پرېکولو د معیاري طریقو په اړه په عملي او تفصیلي بڼه روزنه ترلاسه کړه.

دغه راز د د دې درس په دوام کې محصلینو خپلې پوښتنې او سوالونه هم شریک کړل، چې د هغوی پوښتنو ته د لارښود استاد لخوا په مفصله توګه ځوابونه ورکړل شول.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې عملي زده کړې د دې مرکزونو فارغانو ته د کار زمینه برابروي. له همدې امله د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې رهبري تل د تخنيکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د عملي زده کړو پر پياوړتيا ټينګار کوي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۲ - ۹:۳۷
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده کړو د لویدیځ زون رئیس معرفي شو

ښاغلی مولوي ملتان ذاکر په هرات ولایت کې د یوې غونډې په ترڅ کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو د لویدیځ زون د رئیس په توګه معرفي شو او خپله دنده یې پیل کړه. د هیواد د لویدیځ زون رئیس د معرفي. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۲ - ۸:۴۲
Background image

د میدان وردګو ولایت جلګې کثیرالرشتوي انسټيټوټ لخوا د سیرت النبی ﷺ د ازموینې پایلې اعلان شوې

د میدان وردګو ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت اړوند جلګې کثیرالرشتوي انسټيټوټ د سیرت النبي ﷺ سیالۍ چې د یاد تخنیکي مرکز لخوا په لاره اچول شوې وه، نن ورځ یې پایلې اعلان شوې. د دې. . .

شنبه ۱۴۰۴/۴/۲۱ - ۱۵:۱۶
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د پایتخت زون رئیس معرفي شو

ښاغلی مفتي سید احسان الله قاسمي د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د امارتي چارواکو او مقاماتو له لوري د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د پایتخت زون د رئیس په توګه معرفي شو او خپله دنده یې پیل کړه. . .

BACK TO NEWS