د میدان وردګو د تنګي نور درې کثیرالرشتوي انسټیټوټ محصلینو د سید آباد سب اسټیشن څخه لیدنه وکړه

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۴ - ۹:۱۸
TVETA

علمي سفرونه د نظري زده کړو او د کاري او صنعتي چاپیریال واقعیتونو ترمنځ د نښلولو لپاره له خورا اغیزمنو لارو څخه ګنل کېږي. په ښوونیزو چاپیریالونو، په ځانګړي توګه د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو کې، عملي زده کړې د محصلینو د مهارتونو په لوړولو او د کار بازار لپاره د هغوی په چمتو کولو کې کلیدي رول لوبوي.

په همدې اساس، د میدان وردګو ولایت د تنګي نور درې کثیرالرشتوي انسټیټوټ د برق څانګې محصلینو د یاد ولایت سید آباد ولسوالۍ د برق سب اسټیشن ته د یو علمی سفر په ترڅ کې د سب اسټیشن تجهیزاتو په اړه روزنه ترلاسه کړه.

لارښود استاد د دې علمي سفر په جریان کې، محصلینو ته د سب اسټیشن تجهیزاتو او کنټرول خونې په اړه مفصل توضیحات وړاندې کړل او د نوموړو پوښتنو ته یې هم ځوابونه ورکړل.

د عملي روزنو زده کړه محصلینو سره مرسته کوي چې هغوی مطالب په ژوره توګه او علمي مفاهیم په ډیر کاربردي او عملي ډول درک کړي.

له همدې امله، د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې رهبري تل هڅه کوي چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د عملي زده کړو لړۍ پیاوړې کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۳ - ۱۱:۴۲
Background image

د قرغیو کثیرالرشتوي انسټیټیوټ لخوا د منرالي خښتو جوړول

د لغمان ولایت قرغیو کثیرالرشتوي انسټیټیوټ زده‌کوونکي د اړوندې څانګې د استاد په همکارۍ او مشوره د منرالي خښتو جوړول زده کړل. لارښود استاد په دې درسي جلسه کې نوموړو ته د منرالي خښتو د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۱ - ۹:۳۴
Background image

د جنوب‌‌ختیځ زون د تخنیکي زده‌کړو ریاست او د غزني ولایت د صنعت او تجارت ریاست ناسته

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د جنوب‌‌ختیځ زون په ریاست کې مسؤلینو د غزني ولایت د صنعت او تجارت له رئیس سره په یوه ناسته کې لیدنه او خبرې اترې وکړې. په دې ناسته کې دواړو لورو د دواړو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۷ - ۱۳:۰
Background image

د غزني د تخنیکي آمریت له ادارې او مدیریت زده‌کړه‌ییز پروګرام څخه د لسګونو مجاهدینو فراغت

د مجاهدینو لپاره د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د تعلیمي پروګرام له مخې، شاوخوا ۲۰۰ تنه مجاهدینو د غزني د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت له ادارې او مدیریت زده‌کړه‌ییز پروګرام څخه د. . .

BACK TO NEWS