د ننګرهار ولایت اړوند بهسودو کرنې مسلکي لیسې د زده کوونکو د عملي زده کړو بهیر

media_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۱ - ۱۰:۵۰

د ننګرهار ولایت د بهسود ولسوالۍ اړوند کرنې مسلکي لیسې د دولسم ټولګي زده کوونکو په یاد ولایت کې د خان بابا حیواني فارم ته د یو علمي سفر په ترڅ کې د فارم دارۍ په اړه په عملي بڼه روزنه ترلاسه کړه.

نوموړو ته په دې درسي جلسه کې، د استاد له لوري د فارم دارۍ، لبنیاتو پروسس او د بیلابیلو حیواني ناروغیو  په اړه په عملي ډول روزنه ورکړل شوه ، او د موضوع په اړه یې خپلې پوښتنې او سوالونه هم شریک کړل.

لارښود استاد د فارم دارۍپه برخه کې د زده کوونکو پوښتنو ته مفصل ځوابونه ورکړل.

د عملي روزنو زده کړه د زده کونکو د وړتیاوو او د نظري مفاهیمو د کاربردي درک کولو د پراختیا لپاره یو اغیزمن ګام بلل کېږي، او هغوی ته فرصت ورکوي تر څو د کار بازار ته د ننوتلو لپاره په سمه توګه چمتو شي.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې په خپلو ښوونیزو مرکزونو کې د مهارت‌محوره زده کړو پلي کولو ته ژمنه ده او د ورته پروګرامونو په ترسره کولو سره، هڅه کوي چې زده کونکي د کار بازار له اصلي اړتیاوو سره آشنا کړي او نوموړي د ماهر او متخصص کاري ځواک په توګه وپیژني.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۵:۳۲
Background image

د لغمان تخنیکي لېسې زده‌کوونکو ته عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د لغمان ولایت مرکز تخنیکي او مسلکي لېسې د برېښنا څانګې زده‌کوونکو په یوه درسي ناسته کې د برېښنا اړوند مهمو موضوعاتو لکه سیم‌غڅونې، د برقي مدارونو تشخیص او ترمیم، او د برېښنا خوندیتوب په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۸:۵۱
Background image

زده‌کوونکو ته د مهمو اداري موضوعاتو په اړه عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د لغمان ولایت ادارې او حسابدارۍ انسټیټیوټ زده‌کوونکو د یو علمي سفر په ترڅ کې د یاد ولایت ښاروالۍ ته ولاړل او هلته یې د بېلابېلو اداري موضوعاتو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. لارښود. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۰:۵۹
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې کارکوونکي وستایل شول

نن د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د ارشاد او دعوت ریاست په اصلاحي غونډه کې د دې ادارې یو شمېر کارکوونکي وستایل شول. دا پروګرام د دیني مسایلو ازموینې د پایلو اعلان په موخه جوړ شوی و، چې. . .

BACK TO NEWS