د فاریاب ولایت مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ محصلینو له لوري د عملي روزنو د زده کړو لړۍ

د روزنیزو دورو په ترڅ کې د عملي روزنو زده کړه له محصلینو سره د کار رغونې او د کار په بازار کې د کاري فرصتونو په ترلاسه کولو کې مرسته کوي.
د دې روزنو اهمیت ته په پام سره، د فاریاب ولایت مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د برق څانګې محصلینو د عملي زده کړو لپاره د یاد ښوونیز مرکز ورکشاپ ته په مراجعې سره د بریښنایی اتصالونو په برخه کې روزنه ترلاسه کړه.
نوموړو د عملي زده کړو په جریان کې د عملي کارونو په ترسره کولو سره خپله پوهه زیاته کړه او خپلې پوښتنې او سوالونه یې هم له لارښود استاد سره شریکې کړې.
د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د روزنې ډیری برخه عملي ده، په همدې اساس د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو فارغان په مستقیم ډول د کار بازار ته جذب کیږي.
له همدې امله، د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې رهبري تل هڅه کوي چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د عملي زده کړو پروسه پیاوړې کړي.