د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو د آمرینو او نظارتي مدیرانو د ظرفیت لوړولو پروګرام دوام لري

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۷ - ۱۴:۱۴

د ولایتونو د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو آمرینو او نظارتي مدیرانو د ظرفیت لوړولو پروګرام، چې د کب میاشتې په څلورمه نیټه د کارکوونکو چارو ریاست په نوښت پیل شوی و، نن هم دوام لري.

د دې پروګرام د ترسره کولو موخه د ولایتونو د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریتونو مسؤلینو ته د ښوونیزو سیمینارونو وړاندې کول دي.

ټاکل شوې چې نن ورځ به، د دعوت او ارشاد ریاست، د کارکوونکو چارو ریاست، او د متعلمینو او محصلینو چارو ریاست د دې پروګرام په ترڅ کې خپل ښوونیز سیمینارونه د پرزینتشن په توګه د ولایتونو د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمرینو او نظارتي مدیرانو ته وړاندې کړي.

د یادونې وړ ده چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو د آمرینو او نظارتي مدیرانو د ظرفیت لوړولو پروګرام به د کب میاشتې تر لسمې نېټې پورې دوام وکړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۰:۳۰
Background image

د شبکو د سیسټمونو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې شو

د خوست ولایت مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د کمپیوټر ساینس څانګې یوه محصل د کمپیوټري سیسټمونو او د شبکو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې کړ. محصل نوراحمد د اړوندې څانګې استاد تر لارښوونې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۰:۵۹
Background image

محصلینو ته د اینورټر او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د کاپیسا ولایت انجنیري معاون انسټیټیوټ د برېښنا څانګې محصلینو په یوه درسي غونډه کې د برېښنا «اینورټر» او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. دغه درسي جلسه د نوي کېدونکې انرژۍ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۹:۵۶
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اصلاحي او روزنیزه غونډه ترسره شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اصلاحي او روزنیزه غونډه د دې ادارې د رئیسانو، کارکوونکو او مسؤلینو په حضور کې ترسره شو. په دې پروګرام کې لیکوال او ادیب استاد دادمحمد ناوک د بېلابېلو. . .

BACK TO NEWS