د نیمروز ولایت اړوند د زرنج کرنې مسلکي انسټیټوټ کې د میوو پروسس

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۵ - ۹:۲۰

د نیمروز ولایت اړوند د زرنج کرنې مسلکي انسټیټوټ زده کوونکو ته د میوه جاتو د «مربا» جوړولو په اړه په عملي بنه روزنه ورکړل شوه.

لارښود استاد په یادې درسي جلسه کې زده کوونکو ته د میوو د ساتلو او پروسس کولو د څرنګوالي په اړه په مفصله توګه توضیحات وړاندې کړل.

نوموړي وويل، د ميوو پروسس د ميوو خرابوالي د مخنيوي او په هېواد کې د کروندګرو (دهاقینو) د عايد د زياتوالي لپاره ډېر مهم او اړين دي.

د تخنيکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د زده کړو لویه برخه عملي ده، له همدې امله د یادو مرکزونو فارغان په مستقیم ډول د کار بازار کې په دندو ګمارل کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې مشرتابه تل د تخنيکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د عملي زده کړو پر لا پياوړتيا ټينګار کوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۱:۲۵
Background image

د چک ولسوالۍ انسټیټیوټ او معارف مسؤلینو ترمنځ د همغږۍ ناسته ترسره شوه

د میدان وردګو ولایت د چک ولسوالۍ کثیرالرشتوي انسټیټیوټ آمریت د یادې ولسوالۍ د ښوونځیو له یو شمېر مدیرانو او مسؤلینو سره د همغږۍ ناسته ترسره کړه. دا ناسته په کثیرالرشتوي انسټیټیوټ کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۳:۷
Background image

محصلینو ته د ودانیو د نقشو عملي کولو زده‌کړه ورکړل شوه

د میدان وردګو ولایت جلګې ولسوالۍ د کثیرالرشتوي انسټیټیوټ محصلینو د عملي زده‌کړو په لړ کې د استوګنیزو ودانیو د جوړولو اړوند موضوعاتو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. د ودانیزو ټکنالوژۍ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۵:۳۲
Background image

د لغمان تخنیکي لېسې زده‌کوونکو ته عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د لغمان ولایت مرکز تخنیکي او مسلکي لېسې د برېښنا څانګې زده‌کوونکو په یوه درسي ناسته کې د برېښنا اړوند مهمو موضوعاتو لکه سیم‌غڅونې، د برقي مدارونو تشخیص او ترمیم، او د برېښنا خوندیتوب په. . .

BACK TO NEWS