د کاپيسا ولایت د معاون انجینری انسټيټوټ محصلینو د ګلبهار له سب اسټېشن څخه ليدنه وکړه

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۱۵ - ۱۴:۳۲
TVETA

د کاپيسا ولایت اړوند معاون انجینري انسټيټوټ د بريښنا څانګې محصلینو د علمي سفر په ترڅ کې د ګلبهار برښنا سب اسټېشن څخه ليدنه وکړه.

له سب سټېشن څخه د لیدنې پر مهال نوموړو د سب سټېشن د بېلابېلو برخو، ترانسفارمرونو او د برېښنا ولټاژ په اړه هم په عملي بڼه زده کړې ترلاسه کړې.

لارښود استاد د سب سټېشن څخه د لیدنې پر مهال محصلینو ته د برېښنا په اړه هر اړخیز توضیحات ورکړل او د هغوی پوښتنو ته یې ځوابونه وویل.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د زده کړو لویه برخه عملي ده ، له همدې امله د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو فارغان په مستقیم ډول د کار بازار ته جذبیږي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۰:۳۰
Background image

د شبکو د سیسټمونو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې شو

د خوست ولایت مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د کمپیوټر ساینس څانګې یوه محصل د کمپیوټري سیسټمونو او د شبکو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې کړ. محصل نوراحمد د اړوندې څانګې استاد تر لارښوونې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۰:۵۹
Background image

محصلینو ته د اینورټر او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د کاپیسا ولایت انجنیري معاون انسټیټیوټ د برېښنا څانګې محصلینو په یوه درسي غونډه کې د برېښنا «اینورټر» او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. دغه درسي جلسه د نوي کېدونکې انرژۍ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۹:۵۶
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اصلاحي او روزنیزه غونډه ترسره شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اصلاحي او روزنیزه غونډه د دې ادارې د رئیسانو، کارکوونکو او مسؤلینو په حضور کې ترسره شو. په دې پروګرام کې لیکوال او ادیب استاد دادمحمد ناوک د بېلابېلو. . .

BACK TO NEWS