د تنګي نور درې کثیرالرشتوي انسټيټوټ د محصلینو د عملي زده کړو بهیر

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۷/۸ - ۱۰:۲۳
TVETA

د میدان وردګو ولایت تنګي نور درې کثیرالرشتوي انسټيټوټ د برښنا څانګې محصلینو ته د برقي مقاومتونو مسلسل او موازي اتصال په اړه په عملي بڼه روزنه ورکړل شوه.

لارښود استاد د درس په ترڅ کې محصلینو ته د برقي مقاومونو د مسلسل او موازي اتصال په اړه په مفصله توګه توضیحات وړاندې کړل او د نوموړو پوښتنو ته یې ځوابونه وویل.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د روزنې لویه برخه عملي ده څرنګه چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو فارغان له فراغت وروسته په مستقیم ډول د کار بازار ته جذبیږي.

له همدې امله د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې رهبري تل د تخنيکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د عملي زده کړو پر پياوړتيا ټينګار کوي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۷ - ۹:۱
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده کړو د یوه ښوونیز مرکز محصلین په مخابراتو ریاست کې پر عملي زده کړو بوخت دي

د لغمان ولایت اړوند مرکز د کثیرالرشتوي انسټیټوټ د ډیټابیس او شبکې څانګې محصلینو د یاد ولایت مخابراتو ریاست ته علمي سفر وکړ ترڅو د پرکتیکې دورې په ترڅ کې عملي روزنه ترلاسه کړي. لارښود. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱/۲۶ - ۱۴:۵۸
Background image

د کانکریټ په برخه کې د لغمان ولایت مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د محصلینو د عملي زده کړو بهیر

د لغمان ولایت مرکز اړوند کثیرالرشتوي انسټيټوټ د ساختماني څانګې محصلینو د ساختمان د کانکریټ اچولو د طریقې په اړه په عملي بڼه روزنه ترلاسه کړه. نوموړو په دې درسي جلسه کې، د استاد له لوري. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱/۲۶ - ۱۴:۵۲
Background image

په جوزجان ولایت کې د ځانګړو زده کړو څانګه جوړه شوه

په جوزجان ولایت کې د اوریدلو او لید معلولیت لرونکو کسانو لپاره ځانګړو زده کړو څانګه د یو لړ مراسمو په ترڅ کې جوړه شوه. ددې مراسمو په پرانیست غونډه کې د جوزجان تخنیکي او مسلکي زده کړو. . .

BACK TO NEWS