د سمنګان ولایت په خُلم کثیرالرشتوي لیسه کې د لبنیاتو تولید

media_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۲ - ۱۱:۳۲
TVETA

سمنګان ولایت د خُلم ولسوالۍ کثیرالرشتوي لېسې زده کوونکو ته د لبنیاتو تولید د څرنګوالي په اړه روزنه ورکړل شوه.

د کرنې د سوداګرۍ څانګې استاد د یوې درسي جلسې په ترڅ کې زده کوونکو ته د لبنیاتو د ارزښت او د لبنیاتو د تولید د څرنګوالي په اړه په عملي بڼه توضیحات وړاندې کړل.

همداراز زده کوونکو هم په یادې درسي جلسه کې خپل نظرونه او پوښتنې له اړونده استاد سره شریکې کړې.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د زده کړو لویه برخه عملي ده. له همدې امله یادو مرکزونو زده کوونکي له فراغت وروسته په بازار کې دندې ترلاسه کوي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۰:۳۰
Background image

د شبکو د سیسټمونو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې شو

د خوست ولایت مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د کمپیوټر ساینس څانګې یوه محصل د کمپیوټري سیسټمونو او د شبکو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې کړ. محصل نوراحمد د اړوندې څانګې استاد تر لارښوونې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۰:۵۹
Background image

محصلینو ته د اینورټر او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د کاپیسا ولایت انجنیري معاون انسټیټیوټ د برېښنا څانګې محصلینو په یوه درسي غونډه کې د برېښنا «اینورټر» او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. دغه درسي جلسه د نوي کېدونکې انرژۍ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۹:۵۶
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اصلاحي او روزنیزه غونډه ترسره شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اصلاحي او روزنیزه غونډه د دې ادارې د رئیسانو، کارکوونکو او مسؤلینو په حضور کې ترسره شو. په دې پروګرام کې لیکوال او ادیب استاد دادمحمد ناوک د بېلابېلو. . .

BACK TO NEWS