د تخنیکي او مسلکي زده کړو ملي ادارې او آشنا پوهنتون ترمنځ د همکارۍ تفاهم لیک لاسلیک شو

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۵/۷ - ۱۰:۲۲
TVETA

د کابل ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمر محترم استاد رفیع الله حبیبي د آشنا لوړو زده کړو مؤسسې سره د ګډو همکاریو تفاهم لیک لاسلیک کړ.

د دغه تفاهم لیک پر بنسټ به د کابل ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو فارغان د خپلو زده کړو د دوام لپاره په ځانګړي تخفیف سره آشنا پوهنتون کې شامل شي.

په دغه تفاهم لیک کې همدا راز ویل شوي چې د آشنا لوړو زده کړو موسسه د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو د اداري کارکوونکو او استادانو لپاره د ظرفیت لوړونې پروګرامونه به هم ترسره کړي.

له بلې خوا د محصلینو لپاره د پرکتیکو دورو جوړول او د اشنا پوهنتون له لابراتوار څخه د نوموړو ګټه اخیستنه هم د دې تفاهم لیک له موادو څخه دي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۴ - ۱۰:۰
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې پلاوي د شفا فارما ملي فابریکې له رئیس سره وکتل

له خصوصي سکتور سره د همکاریو پراختیا د هڅو په دوام کې، د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د څېړنې او نوښت ریاست یوه پلاوي د شفا فارما ملي فابریکې له رئیس، ډاکټر نثار احمد ترکي، سره وکتل او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۳:۲۴
Background image

د ښکلو هنرونو او صنایعو انسټیټیوټ نندارتون پرانیستل شو

د ښکلو هنرونو او صنایعو انسټیټیوټ نندارتون نن په کابل کې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د یو شمېر مسؤلینو په حضور کې پرانیستل شو. دا نندارتون به درې ورځې دوام وکړي، چې پکې د ښکلو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۴:۵۴
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ددې ادارې د بېلابېلو څانګو د رئیسانو او مسؤولانو په ګډون د تخنیکي او مسلکي چارو په معاونیت کې ترسره شوه. د ناستې په پیل کې د اکاډمیک. . .

BACK TO NEWS