په شولګره ولسوالۍ کې د ادارې او مدیریت په برخه کې د مجاهدینو روزنیز پروګرام پیل شو

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۰ - ۹:۲۴
tveta

د بلخ ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت مسؤلین د دغه ولایت په شولګره ولسوالۍ کې د مجاهدینو لپاره د ادارې او مدیریت د روزنیز پروګرام د پیل خبر ورکوي.

د دغه پروګرام د افتتاحیې په مراسمو کې سیمه ییزو چارواکو او مشرانو هم حضور درلود.

په دې غونډه کې ويناوالو د مجاهدينو لپاره د زده کړو د زمينې په برابرولو کې د تخنيکي او مسلکي زده کړو د ادارې هلې ځلې

وستايلې او زياته يې کړه چې له دې فرصت څخه بايد ډېره استفاده وشي.

د هغې طرحې پر بنسټ چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې لخوا چمتو شوې او د ریاست الوزرا د مقام لخوا منظور شوې ده؛ د هیواد په هر ګوټ کې مجاهدین کولای شي د تعلیمي سویې له تثبیت وروسته د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې شامل شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۳:۷
Background image

محصلینو ته د ودانیو د نقشو عملي کولو زده‌کړه ورکړل شوه

د میدان وردګو ولایت جلګې ولسوالۍ د کثیرالرشتوي انسټیټیوټ محصلینو د عملي زده‌کړو په لړ کې د استوګنیزو ودانیو د جوړولو اړوند موضوعاتو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. د ودانیزو ټکنالوژۍ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۵:۳۲
Background image

د لغمان تخنیکي لېسې زده‌کوونکو ته عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د لغمان ولایت مرکز تخنیکي او مسلکي لېسې د برېښنا څانګې زده‌کوونکو په یوه درسي ناسته کې د برېښنا اړوند مهمو موضوعاتو لکه سیم‌غڅونې، د برقي مدارونو تشخیص او ترمیم، او د برېښنا خوندیتوب په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۸:۵۱
Background image

زده‌کوونکو ته د مهمو اداري موضوعاتو په اړه عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د لغمان ولایت ادارې او حسابدارۍ انسټیټیوټ زده‌کوونکو د یو علمي سفر په ترڅ کې د یاد ولایت ښاروالۍ ته ولاړل او هلته یې د بېلابېلو اداري موضوعاتو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. لارښود. . .

BACK TO NEWS