په بغلان ولایت کې دمجاهدینو د تعلیمي سویې د مالومولو آزموینه واخیستل شوه

media_admin
شنبه ۱۴۰۳/۲/۱ - ۱۱:۱۷
TVETA

په بغلان ولایت کې د یاد ولایت د پوهنې ریاست په همکارۍ د مجاهدینو د تعلیمي سویې مالومولو آزموینه واخیستل شوه.

 دبغلان ولايت دتخنيکي زده کړو آمریت مسوولين وايي چې په دې آزموينه کې له سلو تنو زیاتو مجاهدينو برخه اخيستې وه چې د تعلیمی سویې له مالومیدو وروسته به ددې ولايت دتخنيکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې شامل شي .

 د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د مجاهدينو د روزنې طرحه چمتو او د ریاست الوزرا  مقام  منظور کړې ده. د یادې طرحې په اساس په ټول هیواد کې مجاهدینو ته د زده کړې زمینه برابره شوې ده.

 اوس مهال د یو شمېر ولایتونو د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د مجاهدینو روزنیز پروګرام دوام لري.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۱:۲۵
Background image

د چک ولسوالۍ انسټیټیوټ او معارف مسؤلینو ترمنځ د همغږۍ ناسته ترسره شوه

د میدان وردګو ولایت د چک ولسوالۍ کثیرالرشتوي انسټیټیوټ آمریت د یادې ولسوالۍ د ښوونځیو له یو شمېر مدیرانو او مسؤلینو سره د همغږۍ ناسته ترسره کړه. دا ناسته په کثیرالرشتوي انسټیټیوټ کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۳:۷
Background image

محصلینو ته د ودانیو د نقشو عملي کولو زده‌کړه ورکړل شوه

د میدان وردګو ولایت جلګې ولسوالۍ د کثیرالرشتوي انسټیټیوټ محصلینو د عملي زده‌کړو په لړ کې د استوګنیزو ودانیو د جوړولو اړوند موضوعاتو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. د ودانیزو ټکنالوژۍ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۵:۳۲
Background image

د لغمان تخنیکي لېسې زده‌کوونکو ته عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د لغمان ولایت مرکز تخنیکي او مسلکي لېسې د برېښنا څانګې زده‌کوونکو په یوه درسي ناسته کې د برېښنا اړوند مهمو موضوعاتو لکه سیم‌غڅونې، د برقي مدارونو تشخیص او ترمیم، او د برېښنا خوندیتوب په. . .

BACK TO NEWS